هرات ښار (پژواک ٩ کب ٩١): د هرات ښاريان شکايت کوي، چې په دغه ښار کې د برېښنا وېش په عادلانه ډول نه دى شوى او ډېره کمه برېښنا ورته رسېږي.
نن (د کب ٩مه) د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکو د برېښنا د نه شتون په اړه اعتراضي غونډه وکړه.
هغوى تور پورې کاوه، چې د برېښنا شرکت په فساد ککړ دى او د ښار يو شمېر شتمنو او زورواکو ته شپه او ورځ برېښنا ورکوي، خو د بې وزله خلکو په ورځ کې درې – څلور ځلې برېښنا پرې کېږي.
د هرات د دوولسمې ناحيې د خلکو وکيل حاجي عصمت الله فوشنجي پژواک اژانس وويل: ((خلک نور د برېښنا د نه شتون له کبله پوزې ته رسېدلي دي، دغه اوس زموږ سيمه کې خلک اوبه نه لري، ځکه برېښنا نشته، د خلکو ورځنۍ چارې په برېښنا پورې تړلې دي.))
د هغه په وينا، پر دې سربېره برېښنا دومره کمزورې ده، چې خلک له برېښنايي وسايلو، لکه يخچال، بخارۍ، تلويزيون او نورو څخه کار نه شي اخيستلى.
د هرات د برېښنا رياست مرستيال انجنير دلاور د خلکو شکايتونه پر ځاى وبلل، خو ستونزه يې د برېښنا کموالى وبلله.
نوموړي زياته کړه: ((هرات ښار کې اوس ۵ سوه مېګاواټه برېښنا ته اړ تيا ده، خو موږ له ايران او ترکمنستانه ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا اخيستې، چې په هېڅ ډول د ټولو ښاريانو اړتياوې نه شي پوره کولى.))
هغه معترضينو ته ډاډ ورکړ، چې د وېش په څرنګوالي به يې له سره غور وکړي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خلکو ته اعلان کړي.