جلال اباد (پژواک ٩ کب ٩١): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې له سختو ورښتونو وروسته د يوه کور د چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
د روداتو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عزت الله د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه دولس بجې د ولسوالۍ اړوند د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره د کابل کمپ په ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې سيمې ډېرى کورونه خامه دي او له تېرې ورځې راهيسې د سختو بارانونو له امله د يوه کور د خونې چت پرېوتى دى.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې د دوو خويندو په ګډون درې تنه مړه شوي او دوه نور سخت ټپيان دي.
د جلال اباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار هم پېښه تاييد کړه، خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.