چاريکار (پژواک ٩ کب ٩١): د واورې ښويېدنې له امله د سالنګونو د ساتنې او څار امريت د دوو لادرکه شوو کارکوونکو مړي موندل شوي دي.
تېره شپه شاوخوا ٧ بجې د ياد امريت اړوند سکواټور، د هغه چلوونکى او کلېنر د شمالي سالنګ په ١٩مه ګراګرۍ سيمه کې له سړک څخه واوره پاکوله، جنرال رجب او ورسره ٧ کسان په دوو لنډکروزر موټرو کې سيمې ته ورغلي وو، چې واوره وښويېده او ټول يې لاندې کړل.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب او د دغه امريت ٧ نور کار کوونکي له پېښې شاوخوا ٤٥ دقيقې وروسته له واورې ژوندي را وايستل شول.
د سالنګونو د ساتنې او څار امريت مرستيال عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پېښه کې د جنرال رجب سينې يو څه “ضربه ليدلې” او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى، خو ٧ نورو کسانو ته زيان نه دى رسېدلى.
د جنرال رجب ياور سميع الله، چې هغه هم په يادو ٧ کسانو کې و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لادرکه شوو دوو تنو مړي له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې له واورو را ايستل شوي دي.
د هغه په وينا، په شمالي او جنوبي سالنګ کې ٥٢ ځايه واورې ښويېدلې او له امله يې موټر تګ راتګ نه شي کولاى.
ده زياته کړه، له همدې امله د ياد امريت کارکوونکي د يادو دوو تنو مړي په اوږو لېږدوي او تمه ده ، چې نن يې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې خپلو کورنيو ته ورسوي.
هغه وويل، چې له مړو څخه يو يې د سالنګ د “نياوج” او بل يې د “قلاتک” کلو اوسېدونکي و.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، تېره ورځ سهار څلور بجې د واورو ښويېدنې له وېرې د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څار امريت د معلوماتو له مخې، له وړمې ورځې راهيسې په سالنګ کې شاوخوا درې متره واوره اورېدلې، خو اوس اورښت درېدلى دى.
په ژمي کې پر دې لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښوويېدو له امله مړه او سلګونه نور ټپيان شول.