ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سالنګ کې د واروې ښوېيدنې له امله دوه تنه لادرکه دي

author avatar
27 Feb 2013 - 09:27
author avatar
27 Feb 2013 - 09:27

چاريکار (پژواک ٩ کب ٩١):  تېره شپه د واورې ښوېيدنې له امله د سالنګونو د ساتنې او څار امريت دوه کارکوونکي له يو سکواټور سره واورې لاندې کړي او تر اوسه لادرکه دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب او د هغه ٧ ساتونکي هم واورو لاندې کړي وو ، خو ژغورل شوي دي .

  يادې څرګندونې د سالنګونو د ساتنې او څار امريت مرستيال عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل چې په پېښه کې جنرال رجب لږ صدمه ليدلې ، خو ساتونکيو ته يې زيان نه دى رسېدلى.

هغه  زياته کړه ،  چې د  رجب  سينې يو څه ”  ضربه ليدلې ” او روغتيايي حالت يې ښه دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سکواټور او د هغه چلوونکى او کلينر د شمالي سالنګ په ١٩مه ګراګرۍ سيمه کې له سړک څخه واوره پاکوله او جنرال رجب او د هغه ٧ ساتونکي په دوو لنډکروز موټرو کې سيمې ته ورغلي و ، چې واروه وښوېيده او ټول يې لاندې کړل.

 دى وايي، چې جنرال رجب او ساتونکي يې په سيمه کې د دې امريت نورو شته کسانو ژغورلي ، خو سکواټور او د هغه چلوونکى او کلينر تر اوسه ( سهار اته نيمې بجې )  لادرکه دي .

جنرال رجب هم د ټېلېفون پر ليکه له پژواک خبري اژانس سره لنډې خبرې وکړې ، دغه پېښه يې تاييد کړه او ويې ويل چې روغتيايي حالت يې ښه دى .

ظاهر زياته کړه ، چې د ورکو شويو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او جنرال رجب او ساتونکي يې تر اوسه د پېښې په سيمه کې دي ، ځکه چې لاره واورو بنده کړې ده .

هغه وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې په جنوبي سالنګ کې ٢١ او په  شمالي سالنګ کې ١١ ځايه ډېرې واورې ښوېيدلي اوسړک يې بند کړى دى .

 

 

د سالنګ لويه لار ، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي ، تېره ورځ  سهار څلور بجې د  واورو ښوېيدنې له ويرې  د ترافيکو پر مخ وتړل شوه .

  د  سالنګونو د ساتنې اوڅار  امريت مرستيال د معلوماتو له مخې، له وړمې ورځې راهيسې په سالنګ کې شاوخوا درې متره واوره اورېدلې ده .

په ژمي کې پر دې لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تيريږي ،تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښووېيدو  له امله مړه او سلګونه  نور ټپيان شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.