غزني ښار (پژواک ۹ کب ۹۱): د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت په مالستان او زنخان ولسواليو کې د زياتې يخنۍ له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د غزني د ولايتي شورا غړى عبدالولي خانزاده وايي، نن سهار د مالستان ولسوالۍ په ګوشنک سيمه کې د زياتې واورې د ورېدو له امله يوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي دي.
ده زياته کړه، دا کسان د اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو د سيمې اوسېدونکي وو، خو د درملنې په موخه د مالستان ولسوالۍ ته روان وو، چې لاره پرې بنده شوې ده.
د اجرستان ولسوالۍ يو اوسېدونکى خيرمحمد بيا وايي، چې په روانۍ کې د يخنۍ له امله له دې کسانو سربېره څلورو تنو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ولايتي شورا غړى وايي، دغه راز نن غرمه د غزني په زنخان ولسوالۍ کې هم يو ١٢ کلن ماشوم د زياتې يخنۍ له امله مړ شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني د زنخان، ګيرو، رشيدانو، اجرستان، مالستان، ناوې، ناهور ولسواليو لارې د زياتې واورې د ورېدو له امله تړل شوې دي.
د يوه بل خبر له مخې، د پروان د سالنګ ولسوال محمدصابر احمدي وايي، چې په دغې سيمه کې له پرون څخه راپدېخوا ٢٥ ځله واوره ښويېدنه شوې ده.
ده پژواک ته زياته کړه، په دغې واوره ښويېدنه کې د يادې ولسوالۍ په دواب کلي کې يو تن مړ او بل ژوبل شوى دى.