مزارشريف (پژواک ٩ کب ٩١): د بلخ دولتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د قيلون سرايونو او د ويډيوګېم پر مرکزونو، چې ناوړه ګټه ترې اخيستل کېده، بنديز ولګول شو.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا له خوا د ولايت مقام اداري مجلس ته د قيلون سرايونو او د ويډيوګېم د مرکزونو د بندېدو وړانديز وشو، چې د والي له خوا منظور شو.
قيلون سرايونو کې د چيلم له لارې له مېوو جوړ شوي توکي څکول کېږي او د ويډيوګېم په مرکزونو کې د تلوېزون ته ورته ښيښې له لارې زلميان تخنيکي ګېمونه کوي.
منير فرهاد وويل، چې په بلخ ولايت کې به له تېرو دوو درې کلونو راهيسې لسګونه قيلون سرايونه او د ګېم مرکزونه جوړ شوي و، زلميان د دې پر ځای چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي، په يادو ځايونو کې خپل وخت بې ځايه لګوي.
نوموړي زياته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، د ويډيو ګېم مرکزونو ته له ۱۵ کلونو څخه واړه هلکان ورځي، چې د ګېم کولو تر څنګ پر ګېم قمار هم وهي.
همداراز قيلون سرايونه د ځوانانو لپاره د بې ځايه وخت تېرولو په مرکزونو بدل شوي او قيلون څکول په روغتيا هم ناوړه اغېزه کوي.
خو د يادو مرکزونو مسوولين وايي، چې دوی دغه ځايونه يواځې د ځوانانو او زلميانو د ساعت تېرۍ لپاره جوړ کړي، چې ناوړه ګټه ترې نه اخيستل کېږي.
د روضې ختيځ لور ته د ويډيو ګېم د مرکز مسوول احمد جاويد پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو لسو کلونو د ويډيو ګېم مرکز لري، چې هره ورځ ورته لسګونه زلميان د لوبو لپاره راځي.
نوموړي زياته کړه: ((ويډيو ګېم خو لوبه ده، د زلميانو د ساعت تېرۍ لپاره يو ځای دی، چې پرې د ورځو په اوږدو کې يو څو روپۍ ګټي.))
د هغه په وينا، دوی هېڅکله زلميان نه پرېږدي، چې د ويډيوګېم د کولو پر مهال له يو بل سره قمار ووهي.
خو د مزارشريف ځيني اوسېدونکي دا مني، چې په ويډيو ګېمونو کې زلميان له قمار سره عادت اخلي.
د مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون محصل زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې د ده يو ورور او يو د تره زوی له تېرو څو کلونو په ويډيو ګېم عادت شوى، چې د بار بار منع کولو سربېره هم دغه عادت نه پرېږدي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت د ويډيو ګېمونو د بندولو په برخه کې ښه پرېکړه کړې ده.
د هغه په وينا، دی پوره معلومات لري، چې د ويډيوګېم پر سر زلميان له يو بل سره قمار وهي او له همدې لارې يې ژوند د بربادۍ په لور حرکت کوي.
خو د قيلون سرايونو مسوولين وايي، چې دغو سرايونو ته يوازې ځوانان راځي او هېڅکله زلمکيانو ته اجازه نه ورکوي، چې د قيلون څکولو لپاره راشي.
د مزارشريف ښار د تاشقرغان بندر د قيلون سرای مسوول احمد لودين پژواک ته وويل، چې له تېرې ورځې يې سرای بند کړای شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې قيلون د ځوانانو بنډارځای وي، ډېر وخت ورته له کارونو ستړي ځوانان د دمې لپاره راځي.
د هغه په وينا، دوی د خپلو مرکزونو په پوره توګه څارنه کوله، چې کومه غير قانوني چاره په کې درسره نه شي.
سربېره پر دې، زيات شمېر ځوانان قيلون سرايونو ته ورتګ د وخت خرابول بولي؛ خو ځيني چې پر قيلون روږدي دي، د دولت له شوې فيصلې ناخوښ برېښي.
۲۱ کلن محمدالله وايي، چې له تېرو دوو کلونو قيلون څکوي او زياتوي چې د ده او ملګرو لپاره يې د ساعت تېری تر ټولو ښه لاره ده.
نوموړي زياته کړه: ((قيلون څکول خو څه نشه کول نه دي، د چيلم له لارې د مېوو وچ مواد څکول کېږي، چې روغتيا ته هم زيان نه رسوي.))
د هغه په وينا، دوی دغه کار يوازې د ملګرو د بنډار لپاره کوي، لسګونه ځوانان سره يو ځای کېږي، د بنډار تر څنګ قيلون هم څکوي.
يو شمېر ډاکټران هم د چيلم له لارې د مېوو د دغو توکو څکول د نشه يي توکو په څېر د روغتيا لپاره مضر ګڼي.
په مزارشريف ښار کې د کووار موسسې د معتادينو د درملنې د مرکز مشر ډاکټر محمد رسول ملکزي پژواک اژانس ته وويل، قيلون هم نشه اوره دى، چې په دې وروستيو کې په مزارشريف ښار کې ډېر څکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د قيلون څکول د فېشن بڼه خپله کړې او په ډله ييزه توګه څکول کېږي، چې روغتيا ته د نشه ايي توکو په څېر زيان رسوي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې د بلخ ولايت د تېرې ورځې د اداري مجلس د پرېکړې پر بنسټ، امنيتي مسوولينو ته دنده سپارل شوې، چې په ټول ښار کې قيلون سرايونه او د ويډيوګېم مرکزونه وتړي.