مزارشريف ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د شمال زون ۵ نمبر سرحدي پوليسو تبديل شوي قوماندان وويل، چې په دغه زون کې سرحدي پوليس د ۲۰۱۴ کال لپاره پوره چمتوالی لري.
د بلخ ولايت په مقام کې د کب په ۱۰مه ، د شمال زون د سرحدي پوليسو د قوماندان د بدلېدو په وياړ غونډه کې مل پاسوال محمد زمان مموزی د دغه زون د نوي سرحدي قوماندان په توګه خلکو ته معرفي شو.
مل پاسوال محمد زمان مموزي يادې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، د يو هېواد سرحد د کور د انګړ دېوال حيثيت لري او دی به هڅه کوي، چې دغه لوري په امن کې وساتي.
نوموړي زياته کړه، چې که چېرې د شمال اوسېدونکي ورسره مرسته وکړي ، نو دی ډاډ ورکوي، چې په سمه توګه به د دغه زون سرحدونه خوندي وساتي.
مموزي وويل: ((د پوره کار ژمنه نشم کولی؛ خو دا په پوره ډاډ وايم، چې خيانت به نه کوم.))
خو د شمال زون د مخکني سرحدي قوماندان مل پاسوال سيد حبيب سيدخېلي، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوي قوماندان لپاره د کار کولو په پوره توګه زمينه برابره ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه زون کې د سرحدي پوليسو اتيا سلنه تشکيل تجهيز کړای شوی دی.
د هغه په وينا، د شمال زون سرحدي پوليس په مسلکي زده کړو سمبال دي او په پوره توګه د ۲۰۱۴ کال لپاره چمتوالی لري.
مل پاسوال سيدخېلي وويل، چې د شمال زون سرحدي قومانداني د دغه زون د ۲۴۳۱ کيلومتره سرحد ساتنه کوي، چې په اوږدو کې يې ۱۲۰ پوستې، ۸ کمربندونه، ۸ کنډکونه شتون لري.
د بلخ والي عطا محمد نور په ياده غونډه کې وويل، چې د پوليسو دنده د تېرو کلونو له مسووليت سره توپير لري.
نوموړي د امنيت د لېږد له پروسې وروسته د راتلونکو ټاکنو تر سره کېدل د افغان ځواکونو لپاره ستره ننګونه وګڼله.
د هغه په وينا، که چېرې پوليس ګړندی مزل وکړي ، نو هر ډول ننګونې ته مثبت ځواب ويلی شي.