Language

اکبر اغا : دسولې په پروسه کې دې د پاکستان رول ختم کړل شي

 کابل ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) د طالبانو يوه پخوانى قوماندان وايي ، چې پاکستان تل طالبانو سره دوکه کړې او غوښتنه يې کړې ، چې د سولې له پروسې څخه دې دپاکستان رول لرې کړل شي .

دغه څرګندونې د طالبانو يوه پخواني چارواکي اکبر اغا د پاکستان د اېکسپرېس په نامه يوه خصوصي تلوېزيوني چينل  سره په ځانګړې مرکه کې کړي، چې ټاکل شوې نن د کب په لسمه، مازيګر مهال خپره شي.

د طالبانو دواکمنۍ پر مهال جنګي قوماندان محمد اکبر اغا د طالبانو د اکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د جيش المسلمين په نامه يوه ډله جوړه کړه، خو په ٢٠٠٤ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښارکې تر نيول کېدو وروسته افغان حکومت ته وسپارل شو.

د نوموړي پر مشرۍ د جيش  المسلمين پر ډلې تور و، چې په کابل او شاوخوا سيمو کې د بهرنيانو په تښتولو کې لاس لري او له دې لارې پيسې ترلاسه کوي.

د کابل يوې محکمې ددرېيو بهرنيانو دتښتولو په تور پر هغه د ١٦ کلونو قيد حکم کړى و، خو تر پنځو کلونو وروسته د ولسمشر په ځانګړي حکم خوشې شو او اوس په کابل کې اوسېږي.

نوموړي په دغه تازه مرکه کې ويلي، چې پاکستان له پيل راهيسې  طالبان غولولي  او له هغوى سره يې دوکه او فريب کړى دى.

خو اکبر اغا ويلي، چې ديوه  اسلامي هېواد په توګه د ا د پاکستان مسووليت دى ، چې په دغه هېواد کې بندي  ټول طالبان خوشې کړي.

هغه زياته کړې : (( د پيسو په بدل کې مسلمانان نيول او بيا يې امريکا ته سپارل د پاکستان يو غير اسلامي کار و.))

 

نوموړي په دې مرکه کې پر پاکستانيو طالبانو له نيوکو ډډه کړې او زياته کړې يې ده ،چې هغوى د افغاني طالبانو ملاتړ دي، خو د پاکستاني طالبانو لخوا د عامو وګړو وژل يې غندلي دي.

اکبر اغا دسولې د پروسې په اړه ويلي، چې پاکستان بايد له دې پروسې څخه لرې کړل شي، ځکه چې پر طالبانو تور دى ، چې هغوى د پا کستان خلک دي.

هغه زياته کړې ، څو پورې چې له هېواد څخه امريکايي ځواکونه په بشپړه توګه نه وي وتلي، د سولې پروسه نه شي بريالۍ کېداى.

د نوموړي په وينا، طالبان لومړى له امريکا سره دسولې خبرې کوي ، خو په دويم پړاو کې بيا افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره کښېني.

اکبراغا له امريکا وغوښتل، چې دسولې د پروسې د برياليتوب لپاره دې لومړى له ګوانتانامو څخه بندي طالبان خوشې کړي .

نوموړي هغه اوازې هم رد کړې، چې ګوندې طالبانو د فرانسې په غونډه کې د ګډون په موخه د افغان حکومت په پاسپورټ سفر کړى و.

اکبر اغا وايي ، چې طالبانو پر هغو پاسپورټونو سفر کړى ، چې تر ٢٠٠١ زېږديز  کال مخکې يې د خپلې واکمنۍ پر مهال کارول .