Language

د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د بيارغونې ١٠٢ پروژې پلې شوې

هرات ښار ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د هرات د کليو پراختيا چارواکي وايي، چې ددې ولايت په اوبې ولسوالۍ کې ١٠٢ پروژې يې پلې کړي، چې له امله يې لسګونو زرو کسانو ګټه پورته کړې ده.

د هرات د کليو د پراختيا رييس اغامحمد صديقي د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پروژې د روان لمريز کال له پيل راهيسې پلې شوي، چې پرې له ٦١ ميليونه افغانيو څخه زيات لګښت راغلى دى.

هغه زياته کړه ، چې په دې لګښت کې لس سلنه ونډه د خلکو او د پروژو د پلي کولو پرمهال سلګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

صديقي وويل ، چې په دې پروژو کې سړکونه،د کولتوري ټولنو ودانۍ، داوبو رسولو او  برېښنا وړې پروژې، استنادي دېوالونه، د اوبو زېرمې او نورې شاملې دي .

د نوموړي په وينا، د اپروژې پخپله د خلکو لخوا وړانديز شوې وې ، دهغوى په همکارۍ پلې شوې او د هغوى لومړنۍ اړتياوې ورسره هوارې شوې دي.

د اوبې ولسوالۍ دملا کلا يوه اوسېدونکي سيد ګل پژواک اژانس ته وويل، چې ددوى په سيمه کې د پاکو اوبو ستونزه ډېره وه، خو اوس د ژورو څاه ګانو کېندلو سره دا ستونزه هواره شوې ده.

د هرات د کليود پراختيا رياست وايي ، چې ددې ولايت په ١٥ ولسواليو کې د ملي پيوستون شوراګانې فعالې دي او پخپله د بيارغونې پروژې تطبيقوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيل راهيسې په ټول ولايت کې د بيارغونې ٦٥٠ پروژې بشپړې شوي او ٣٥٠ نورې تر کار لاندې دي.