Language

شريفي : د سرپل ډېری دولتي ادارې د مافيايي کړۍ په ولکه کې دي

مزارشريف ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د سرپل د ولايتي شورا پخوانى رييس وايي، چې د دغه ولايت ډېری دولتي ادارې د مافيايي کړۍ په ولکه کې دي، چې له امله يې د چارو ګټې ټولو ته يو شان نه رسېږي.

د ولايتي شورا پخواني رييس محمد عارف شريفي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې  د سرپل ولايت په دولتي ادارو کې د دغه ولايت د هر کس او د هر قوم د مشارکت نشتوالی له ټولو ستره نيمګړتيا ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت دولتي ادراې له يو بل سره داسې تړل شوي، چې د يو کس، يا څو کسانو او يا هم د يوې ډلې  په ولکه کې دي.

د هغه په وينا، د دې اړتيا ده، چې د سرپل ولايت په دولتي ادارو کې بنسټيز بدلون راشی، د دې زمينه بايد د ولايت هر اوسېدونکي ته  مساعد وي، چې په دولتي ادارو کې کار وکړای شي.

د ولايتي شورا پخواني رييس وويل: ((همدا اوس د سرپل ولايت ځينې دولتي ادارې د داسې مافيايي کړيو په لاس کې دي، چې د نورو د ورتګ مخنيوی پکې کوي.))

نوموړي کومه ځانګړې دولتي اداره په ګوته نه کړه؛ خو غوښتنه يې وکړه، چې د دغه ولايت دولتي ادارې بايد په داسې مشارکت ولاړې وي، چې د دغه ولايت هر اوسېدنکی او هره برخه پکې ځان وويني او د چارو ګټه يې ټولو ته يو شان ورسېږي.

د هغه په وينا، دغه ستونزه يې له هر دولتي مقام سره شريکه کړې؛ خو لا يې هم کوم بنسټيز بدلون نه دى تر سترګو شوی .

عارف شريفي په دغه ولايت کې د تر سره شويو پراختيايي چارو د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((له دې سترګې نه شو پټولی، چې په تېرو کلونو کې په دغه ولايت کې په هېڅ برخه کې وړ کار نه دی شوی؛ خو په چا يې ګرم تيا نه شوو اچولی، چې ولې کار نه دی شوی.))

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې د کار نه کېدو له ټولو ستر لامل ناامني وه، چې په روان کال کې په کې د امنيتي ارګانونو د هڅو او د عامو خلکو د ملاتړ په  پايله کې خورا بدلون راغلی دی.

د هغه په وينا، دوه کاله مخکې ناامني تر دې کچې رسېدلې وه، چې د سرپل د مرکز او شبرغان ښار تر منځ لويه لاره ځای ځای د دولت د مخالفو وسلوالو په ولکه کې وه، چې دم ګړۍ په پوره توګه په امن کې ده.

خو محمد عارف وويل، چې لا هم په ځينو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو هڅې څه ناڅه ليدل کېږي، چې بايد امنيتي ارګانونه ورته پام وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د کوهستانات او سنچارک ولسواليو ځينې برخې او د سرپل د مرکز د شيرم په نامه سيمو کې لا هم د وسلوالو مخالفينو يو څه چرکتونه شته .

شريفي، په دغه ولايت کې د غصب   شويو ځمکو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي زياته کړه: ((د جنګونو له مهاله تر دې دمه د سرپل دولتي ځمکې او عامه ملکيتونه د زورواکو لخوا په بې رحمانه توګه غصب  شوي دي.))

د هغه په وينا، د تېرو کلونو په اوږدو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي په برخه کې هم هېڅ ډول هڅې نه دي شوي.

خو د ولايتي شورا پخواني رييس په روان کال کې د ځمکو د غصب د مخنيوي او د بېرته تر لاس کولو په برخه کې د شويو کارونو ستاينه  وکړه.

ده زياته کړه: (( د ځمکو د غصب په برخه کې له دولتي چارواکو سره په ګډه هڅې هم پيل شوي ، چې په پايله کې يې د هغو ټولو کسانو، ليست برابر شوی، چې ځمکې يې غصب کړې دي.))

د هغه په وينا، د ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته تر لاسه کولو کمېټه جوړه شوې او دوى هيله مند دي، چې له غاصبينو سره قانوني چلند وکړي.

محمد عارف شريفي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د دغه ولايت په مرکز کې په تېرو لسو کلونو کې يو کيلو متر سړک هم نه دی قير  شوی، وويل، که چېرې ښاروال په کار پوه کس وای؛ نو بايد، چې د دغه ولايت د سړکونو قير کولو ته يې د سيمه ييزو او مرکزي لوړپوړو چارواکو پام رااړولی وای.

د هغه په وينا، له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولايت کې د نسبي امنيت له امله د پراختيايي چارو د تر سره کولو زمينه برابره شوې، چې بايد دولتي چارواکي ترې په پورته توګه ګټه واخلي.

شريفي په روان کال کې په تر سره شويو پراختيايي چارو  نسبي خوښي وښوده.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې له امو سيند څخه د اوبو لېږد، د بلخاب د مسو د کان د کار پيل او د سرپل د مرکز  او د صياد ولسوالۍ تر منځ د سړک قير کول، هغه چارې دي، چې قراردادونه يې شوي او د پيل کېدو په درشل کې دي.

د هغه په وينا، که چېرې پراختيايي چارې همداسې روانې وساتل شي؛ نو په لنډه موده کې به ژور بدلون راشي.

شريفي وويل، چې د دوی اداره د دولتي ادارو څارنې او ملاتړ دنده لري، چې له همدې امله وخت ناوخته له دولتي ادراو سره د دغه ولايت په ګټه، خپل  نظرونه شريکوي.

Related Topics