Language

په ننګرهار کې د کوچيانو ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي

جلال اباد ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : په ختيځو ولايتونو کې د مدني ټولنو غړو او د   بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دې سيمه کې د کوچيانو ماشومان  د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي دي.

 

دوى په دغه خبري غونډه کې دا ادعا هم وکړه، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې هم ثبت شوې دي.

 

خو په ختيځه سيمه کې د پوليو د واکسين تطبيق کوونکي بيا يواځې په دغه سيمه کې   ٢٢ زره کوچنيانو ته د واکسينونو د نه ترسره کيدو خبره کوي او دا هم مني، چې ګواکې په ننګرهار ولايت کې دې دوه مثبتې پېښې موجودې وې .

 

په ننګرهار ولايت کې د مدني ټولنو د سولې افغانې شبکې غړو او په ختيځه سيمه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون چاروا کو د کب په ١٠مه، په جلال اباد کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې سيمه کې د ګڼ شمېر کوچنيانو ته دپوليو واکسين د نه ترسره کيدو په اړه اندېښنه وښوده .

 

د مدني ټولنو د سولې افغانې شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد وويل چې له بېلابېلو ادارو څخه د راټولو شويو معلوماتو له مخې، کابو ٢٦ زره کوچنيانو ته په دغه سيمه کې د پوليو واکسين نه دى تطبيق شوى.

 

په همدې حال کې په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مشر رفيع الله بيدار په دې اړه اندېښنه څرګندونې او وايې همدا لا مل دې چې په ننګرهار ولايت کې دوه مثبتي پېښې موندل شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس د پوليو د واکسين د کمپاين پر مهال  ويلي و ، چې سږ کال تر دې دمه په دغه سيمه کې هيڅ ډول مثبت پېښه  نه ده موندل شوې.

 

خو په ختيځه سيمه کې د پوليو د واکسين تطبيق کوونکي ډاکټر عبدالسلام رسولي  بيا يواځې په دغه سيمه کې ٢٢ زره کوچنيانو ته د واکسينونو د نه ترسره کيدو خبره کوي او دا مني، چې ګواکې په ننګرهار ولايت کې دې دوه مثبتې  پېښې موجودې وې .

 

د يادونې ده، چې د کونړ د عامې روغتيا کارکوونکي هم په دغه ولايت کې ٢٥ زره کوچنيانو ته د دغه واکسين د نه تطبيق خبره کوي .