کابل (پژواک ١٠ کب ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړنيو خوراکي توکو بيې ټيټې شوي، خو د تېلو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو پاکستانۍ لومړۍ سېله وريجو عمده پلور بيه له٣٣٦٠ افغانۍ څخه ٣٣٠٠ افغانيو او د ٤٩ کيلو پاکستاني اوړو بيه له ١١٣٠ افغانۍ څخه ١١٢٠ افغانيو ته را ښکته شوې ده.
همدارنګه سرچينې زياته کړه، چې د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې بيه له ١٦٢٠ افغانيو څخه ١٦٠٠ افغانۍ ته او پنځه ليتره مومن غوړي له ٤٠٠ افغانۍ څخه ٣٩٠ افغانيو ته راټيټي شوي دي.
خو هغه څرګندوي، چې د تېرې اونۍ په څېر د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.
په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.
د کابل ښار په کارتې سه کې د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢١٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١١٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٧٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.
په سون توکو کې د تېلو بيې لوړې شوي، خو د بلوط لرګيو بيه ټيټه شوې ده.
د کابل ښار د تايمني پروژې تېلو ټانک د معلوماتو له مخې، نن د يوه ليتر ډيزل تېلو بيه ٥٨ افغانۍ او د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٥٦ افغانۍ ده.
په کابل ښار کې تېره اونۍ د يوه ليتر ډيزل تېلو بيه ٥٥ افغانۍ او د يوه ليتر پټرول تېلو بيه هم ٥٥ افغانۍ وه.
د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه خروار بلوط لرګيو بيه له ٧٤٠٠ افغانۍ څخه ٦٨٠٠ افغانيو ته را غورځېدلې، خو د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٦٠٠ افغانۍ ده.
خو د تايمني درېيم سړک يو ګاز پلورونکى محمد شريف وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٤٥ افغانۍ پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښار په ځينو نورو برخو کې يو کيلو اوبلن ګاز تر ٤٠ افغانيو هم پلورل کيږي.
د سرو زرو بيې هم لوړې شوې دي.
د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تېرې پنجشنبې پر پرتله د يوه ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٣٠٠ افغانۍ څخه ٢٣٥٠ افغانيو ته او يو ګرام ايراني سره زر له ١٨٥٠ افغانۍ څخه ٢٠٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.
سر چينې څرګنده کړه، په نړيوالو بازارونو کې د سروزرو بيو لوړېدو، د کابل بازارونه هم اغېزمن کړي دي.
د کابل ښار د شهزاده سراى يو صراف احمد شاه وايي، چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٢،٩٠ افغانۍ او د زرو کلدارو، د اخيستو ارزښت ٥٣٠ افغانۍ دى.
تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٧٥ افغانۍ او د زرو کلدارو، د اخيستو بيه ٥٢٧ افغانۍ وه.