چاريکار (پژواک ١١ کب ٩١): د کابل – چاريکار پر لويه لاره د دوه موټرو د ټکر له امله يو تن مړ شو او شپږ نور ټپيان دي.
د کابل د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيد اعلى د کب په ١١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په ماشين اب سيمه کې د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((وژل شوى کس او ټپيان د دواړو موټرو سپرلۍ او موټر چلوونکي، چې ټول يې د پروان ولايت اوسيدونکي دي.))
د امنيه قوماندان په خبره، د ټکر لامل ګړندى تګ و، خو پوليسو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړي دي.
د پېښې يو عيني شاهد محمدتوکل پژواک اژانس ته وويل، چې ټکر شوي موټر، يو له چاريکارو د کابل پر لور او بل له کابله د چاريکارو پر لور روان و.
نوموړي زياته کړه: ((موږ په يو بل موټر کې له کابله چاريکارو ته روان وو، چې ناڅاپه زموږ د مخې موټر په يوه ګولايي کې له بل موټر سره ټکر وکړ.))
د هغه په وينا، له چاريکارو د کابل پر لور د روان موټر چلوونکى ځاى پر ځاى مړ شو او شپږ نور کسان، چې د دواړو موټر سپرلۍ وې، ټپيان شول.