Language

د سالنګ تونل بيارغول کېږي

چاريکار (پژواک ١٢ کب ٩١): د سالنګ تونل د ١١ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د شپې له مخې رغول کېږي، تر څو د ورځې د موټرو د تګ راتګ مخه ونه نيول شي.

د سالنګونو لويه لار، چې د هندوکش په غرونو کې له نږدې ٤٠٠٠ متره لوړه جوړه شوې او له ۲۶۷۶ کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي.

ياد تونل، چې سوېل ته يې د پروان ولايت د سالنګ او شمال ته يې د بغلان د خينجان ولسوالۍ موقعيت لري، ٤٩ کاله مخکې د وخت د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوى دى.

د دغه تونل سړک خراب شوى، د برېښنا سيسټم يې زيانمن شوى او په تونل کې دننه اوبه هم رابهيږي او د وتو سمه لار نه لري.

 د فوايد عامې وزارت د ودانيزو چارو او سړکونو د ساتنې او څارنې مرستيال احمدشاه وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تونل د ايساف په ١١ ميليونه امريکايي ډالره مرسته په اساسي ډول رغول کېږي.

د ده په وينا، د دغه تونل د رغونې مقدماتي کارونه تېره اونۍ پيل شوي او د يو کال په موده کې به د تونل سړک، دېوالونه، د اوبو د وتو لارې او د روښانه کولو سيسټم په اساسي ډول ورغول شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، له همدې امله له تېرې اونۍ راهيسې دغه لار د شپې له خوا د ترافيکو پر مخ تړلې وي .

دى وايي، چې د شپې له مخې د دې لارې تړل به له ځينو ځانګړو حالاتو پرته د تونل د رغونې د چارو تر پايه دوام وکړي.

خو سرچينې زياته کړه، چې په مزار کې د نوروز مېلې په مناسبت به ياده لاره د کب له ١٥مې د نوي کال د وري مياشتې تر ١٥مې شپه او ورځ د ترافيکو پر مخ پرانيستې وي.

د نوي کال په لومړۍ ورځ د بلخ په مرکز مزار کې د نوروز دوديزه مېله جوړيږي. دغې مېلې ته له همدې لارې د هېواد له مرکز او بېلابېلو ولايتونو څخه زرګونه تنه ورځي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب هم وايي، چې د شپې له خوا د يادې لارې تړلو ته تيارى لري.

دى وايي، چې د ورځې له خوا مسافر وړونکي موټر له دواړو خواوو تګ راتګ کولاى شي، خو بار وړونکي موټر به په نوبتي ډول يوه ورځ له شمال څخه جنوب او بله ورځ له جنوب څخه شمال ته تګ وکولاى شي.

٤٥ کلن حفيظ الله، چې د سالنګ پر لاره د کابل او مزار ترمنځ کرولا موټر چلوي، وايي، چې ياد تونل سړک خراب شوى او موټر چلوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز د ده په وينا، په ژمي کې په ياد تونل کې پر سړک روانې اوبه ګنګل کېږي او موټر په تېره بيا بار وړونکي موټر له ډېرو ستونزو سره پرې تګ راتګ کوي.

هغه زياته کړه: ((په تونل کې د موټرو دود هم خلک ډېر ځوروي؛ ځکه چې تونل هواکښ نه لري، که دا تونل ورغول شي ډېر ښه کار دى، خلک او چلوونکي به له ستونزو بې غمه شي.))

Related Topics