Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو سرمنشي کابل ته راغلى

کابل ( پژواک ١٤ کب ٩١ ) : د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په يوه نا اعلان شوي سفر نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له مقر څخه د کب په ١٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې راسموسن به په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر افغان چارواکو سره خبرې کوي.

دغه راز سرچينې زياته کړې، چې نوموړى به د افغانستان د مدني ټولنو له استازو او ځينو نورو کسانو سره هم په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د هغه د سفر په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو په کابل کې ناټو ته نږدې سرچينې وايي، چې راسموسن به افغان چارواکو سره د امنيت دلېږد پروسې، د ناټو نوي ماموريت او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه به خبرې وکړي.

ديادونې  ده ، چې پنځه مياشتې مخکې هم راسموسن کابل ته راغلى و.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.