Language

“د ننګرهار پوهنتون بندي محصلين دې خوشې شي”

جلال اباد (پژواک ١٤ کب ٩١): د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو د يوه لاريون په ترڅ کې د خپلو هغو ٢٣ محصلينو د خوشې کولو غوښتنه وکړه، چې د بېلابېلو امنيتي ادارو له خوا نيول شوي دي.

دغه لاريونونه د کب په ١٤مه د ننګرهار په درونټه او د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول او د کابل-جلال اباد لويه لاره يې هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

لاريونوالو ويل، چې د تېرې يوې مياشتې پر مهال د دغه پوهنتون دوه محصلين په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او ايساف له لوري وژل شوي او ٢٣ نور چې اوه يې د ننګرهار او پاتې نور د هېواد د ځينو ولايتونو دي، د افغان او ايساف ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د شرعياتو پوهنځي محصل خليل الله پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه اونۍ وړاندې په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کې د ننګرهار پوهنتون دوه محصلين، چې کورونو ته په رخصتۍ تللي وو، د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ د عاملينو د محاکمې غوښتنه کوو او پاتې ٢٣محصلين بايد ژر تر ژره راخوشي شي.))

د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو مشر عمر هم د محصلينو د نيولو خبر تاييدوي او زياتوي، چې که هغوى خوشي نه شي نو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د ياد پوهنتون يوه ودانۍ د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر نيولې او وايي چې پوهنتون سخته اړتيا ورته لري.

هغه زياته کړه: ((موږ پخوا هم په دې اړه شکايتونه کړي، خو څوک يې نه اوري.))

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي د چارواکو نظر واخلي، خو ونه توانېد.

 د لاريون په پاى کې د محصلينو له لوري يو نهه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو او په کې له دولته غوښتنه شوې وه، چې د دوى غوښتنو ته دې مثبت ځواب ووايي، کنه خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار والي د دې موضوع د ښه حل په موخه د مرستيال والي په مشرۍ يو ګډ پلاوى ټاکلى دى.

 دى وايي: ((هغه ستونزې چې دننه په ولايت کې دي، هغه به همدلته حل شي.))

 د ده په خبره، چې د ننګرهار والي به اړوند ادارو ته هدايت هم وکړي، څو د محصلينو هغه ستونزې چې د ننګرهار په ولايت پورې اړوندې دي، حل شي.

 د يادې موضوع په اړه د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير پژواک اژانس ته د نظر له ورکولو ډډه وکړه.

 خو د هغه د ګوند سولې کاروان مرستيال ابرارالله مراد وايي، چې دوى لس کاله وړاندې له پوهنتون سره په تفاهم په يادې ودانۍ کې د رڼا په نوم انسټيټيوټ جوړ کړى دى.

 دى وايي: ((پر دغه تعمير موږ شخصي لګښت کړى، دلته خلکو ته وړيا زده کړې ورکول کېږي.))

 

Related Topics