کابل ( پژوک ١٤ کب ٩١ ) : د طالبانو يو پخوانى وزير ملا اغا جان معتصم ديوه سياسي ګوند جوړولو په هڅو کې دى.
نوموړي دغه څرګندونې د اېکسپرېس ټريبون په نامه يوې پاکستانۍ رسنۍ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي ، چې نن د کب په ١٤مه، خپره شوې ده.
هغه زياته کړې، چې خپلو موخو او هدفونو ته درسېدلو په موخه سياسي تحريک او هلې ځلې کول پيلول غواړي.
نوموړى وايي، چې ديوه سياسي ګوند د اعلان لپاره مناسب وخت ته انتظار باسي .
د ملا معتصم په وينا، ګڼ شمېر داسې طالبان چې نومونه يې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ويستل شوي ، هغوى هم غواړي چې په سياسي پروسه کې ځان ورګډ کړي.
د طالبانو دغه پخواني چارواکي د ګاونډيو او ځينو نورو سيمه ييزو هېوادونو لخوا په افغانستان کې دلاسوهنو له امله تر ٢٠١٤ کال وروسته د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو وېره هم څرګنده کړې ده.
ملا اغاجان معتصم د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير و، د ٢٠١٠ کال پر مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له يوه بريده روغ وتلى و او اوس په ترکيې هېواد کې مېشت دى.