جلال اباد (پژواک۱۴کب،۹۱): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د کب په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پرون ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ په کوچيانو کلا سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې شپږ وسله وال وژل شوي او يو تن يې ژوندی نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال څوارلس نور مشکوک کسان هم نيول شوي ، چې يو يې ټپي دی او اوس تر پلټنو لاندې دى.
هاتفي وويل ، چې له وسله والو سره يې يوه اندازه وسلې او مهمات له يوه کرولا او موټر سايکل سره يوځای نيولې دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياندذبيح الله مجاهد ادعا کوي ، چې پرون يې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال لسو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او د خپل يوه وسله وال د وژل کېدو او دوو نورو ټپيان کېدل يې تاييد کړي دي.
همدراز د يوه بل خبر له مخې، هاتفي وايي، چې تېره ورځ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې دملي اردو او وسلوالو تر منځ نښته شوې، چې وروسته يو شمېر وسله والو د سيمې پر اوسېدنکو ډزې کړي، چې دوه تنه يې وژلي او يو بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.