Language

کابل ( پژواک ١٥ کب ١٣٩١): جاپان له افغانستان سره د ځينو پروژو د پلي کولو او تېلو د پېرلو لپاره  ١١٦،٩ميليون امريکايي  ډالره مرسته کوي .

د دې مرستې تړون نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او په  کابل کې د جاپان  سفير هيروشي تا کاشي  په کابل کې  لا سليک کړ .

زلمي رسول وويل ، چې له يادې مرستې څخه  ٣٤،٦ مېليون  ډالره ماليې وزارت ته ورکول کيږي ، چې  د دولت لپاره تېل پرې وپېري .

د هغه د معلوماتو له مخې ، د جاپان د دې مرستې  ٣١،٦  مېليون  ډالر په ده سبز کې د نوي ښار  د اوبو رسولو پر پروژې ، ١٦،٨ ميليون   ډالر   دکابل هوايي ډګر دالوتکو لپاره دپارګينګ او د ترمينل په بريښنايي سيسټم او ٣٣،٩ مېليون   ډالر  د سړکونو دساتنې او بيارغوني په برخو کې لګول کيږي.

خو هغه ونه ويل ، چې دغه پېسې به په  څومره موده کې پر يادو پروژو ولګول شي .

په کابل کې د جاپان سفير په نننۍ ناسته کې وويل ، چې د مرستې يادې پيسې د هغو ژمنو برخه ده ، چې هېواد يې د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره کړې ده .

جاپان له افغانستان سره په توکيو کنفرانس کې د درې مېليارد  امريکايي ډالرو  مرستې ژمنه کړې وه .

تاکاشي وويل ، چې د نننۍ مرستې په ګډون جاپان د توکيو په کنفرانس کې د کړې ژمنې نيمايي برخه پوره کړې  او پاتې مرسته به  تر  ٢٠١٦ پورې له افغانستان سره وکړي .

جاپان له امريکا متحده ايالتونو وروسته له افغانستان سره دويم لوى مرسته کوونکى هيواد دى .

د ماليي وزارت د معلوماتو له مخې،  جاپان  په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ٣ميليارد  امريکايي  ډالره مرسته کړې ده  .