Language

ختيځ کې د دولت ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي

جلال اباد (پژواک ١٥ کب ٩١): چارواکي وايي، چې په کونړ او لغمان ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د بې  پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نوموړى وايي، چې په ياد څلورو وژل شوو کې د وسله والو يو ډلمشر ملا حاجي هم شامل دى او په سيمه کې ترې يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم پاتې دي.

د هغه په وينا، په ورته وخت کې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې هم د ملي اردو ځواکونو له لوري عمليات شوي چې په پايله کې يې درې وسله وال مخالفين د ملي اردو له ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي، سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه شوې دي.

بلخوا ډګروال هاتفي په مرورې ولسوالۍ کې هم له سيمه ييزو پوليسو سره د ګډو چاڼيزو عملياتو خبره کوي او  وايي، چې پر مهال يې څلور وسله وال مخالفين چې دوه يې مهم قوماندانان وو، وژل شوي دي.

د هاتفي په وينا، په سيمه کې له يادو وسله والو ځينې اېټالوي وسلې هم پاتې شوې او وايي، چې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د سيمې اوسېدونکي عارف الله پژواک ته وويل، چې په عملياتو کې دوه نور وسله وال  سخت ټپيان شوي و، خو بېګا شپه يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شمشېر ٣٣ عملياتو په ترڅ کې تېر ماښام د قصبې او سلينګار په سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې دوه وسله وال وژل شوي دي.

دى وايي، چې په عملياتو کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ياده دې وي، په دې وروستيو کې د افغان ملي ځواکونو له لوري د وسله والو پر ضد ګڼ چاڼيز عمليات پيل شوي او په لسګونو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي.

Related Topics