Language

غزني ښار (پژواک ۱۵ کب ۹۱): د غزني د پوهنې رياست په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د غزني ښار او باامنه ولسواليو ښوونځيو ته کمپيوټرونه ورکړي.

 د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر د کب په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، کوښښ کوي چې د غزني ښوونځي د پوهنې رياست له بوديجې او د ځينو موسسو، چې له دوى سره يې ژمنه کړي، سمبال کړي.

دى وايي، له دې سربېره يې په دې برخه کې له پوهنې وزارت څخه هم مرسته غوښتې ده.

 د ده په خبره، په لومړي سر کې به دغه کمپيوټرونه يواځې لېسو ته ورکړل شي او په راتلونکي کې که وزارت ورسره مرسته وکړه، ابتدايه او متوسطه ښوونځيو ته به هم ووېشل شي.

د دې ولايت زده کوونکي د پوهنې رياست له دې اقدام څخه خوښ دي.

 د غزني ښار د شامير لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي عزت الله پژواک اژانس ته وويل: “دا ډېر ښه کار دى، اوس داسې زده کوونکي شته چې له دولسم څخه فارغ وي، خو کمپيوټر يې هېڅ نه وي زده.”

دى زياتوي، که چېرته دغه چاره ترسره شي، نو د دوی په زده کړو به هم ښه اغېز وښندي.

خو ځينې نور زده کوونکي بيا وايي، په تېر کې هم د غزني د پوهنې رياست داسې ژمنې کړي، خو پلې شوې نه دي.

د شمس العارفين د لېسې زده کوونکي احمدجان پژواک ته وويل، که چارواکي دا ژمنه پلې کړي، نو زده کوونکي به په شخصي کورسونو کې د زيات فيس له ورکولو هم بې غمه شي.

خو د ولسواليو زده کوونکي بيا غوښتنه لري، چې د کمپيوټر زده کړې په برخه کې ډېره پاملرنه بايد ولسواليو ته واړول شي.

هغوى وايي، په ښار کې زيات شمېر زده کوونکي کمپيوټر ته لاسرسی لري او په اسانۍ سره کولی شي د ښوونځيو زده کړو ترڅنګ د کمپيوټر زده کړې هم وکړي.

 د ده يک ولسوالۍ د امام سيدحاجي د لېسې زده کوونکى محمداشرف وايي: “له دغو کمپيوټرونو څخه يې زياتره بايد د ولسواليو ښوونځيو ته ورکړل شي، ځکه دغه زده کوونکي دغو زده کړو ته هېڅ لاسرسی نه لري.”

د غزني د پوهنې رياست په دې اقدام سره ښوونکي هم خوښ دي او وايي، که د پوهنې رياست دغه ژمنې پلې کړي، نو د زده کوونکو په زده کړو کې به خورا ښه اغېزه وکړي.

 په غزني ښار کې د محمدګل کوچي د لېسې ښوونکى شرف الدين وايي، که چېرته ښوونځيو ته کمپيوټرونه ورکړل شي او په څنګ کې ورسره مسلکي ښوونکي هم په دنده وګوماري، نو دا به د نورو ګټو ترڅنګ د کانکور په ازمونيو کې له زده کوونکوسره ښه مرسته وکړي.

ده زياته کړه، که زده کوونکو ته د نظري زده کړې ترڅنګ عملي زده کړې هم ورکړل شي، د زده کوونکو په راتلونکو ستونزو کې به ډېره مرسته وکړي.

خو دى اندېښنه څرګندوي، چې ډېری وخت چارواکي يواځې ژمنې کوي او عملي کوي يې نه.

ياده دې وي چې په غزني کې نږدې شپږ سوه ښوونځي دې، چې څه دپاسه ٤٠٠زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

Related Topics