Language

“له بلخ ولايت سره لازمه مرسته نه ده شوې”

مزارشريف (پژواک، ١٥ کب ٩١): د بلخ ولايت سيمه ييزو چارواکو، لوړو پوړو چارواکو ته د دغه ولايت د پنځه کلن پراختيايي پلان په اړه جوړه شوې غونډه کې پر مرکزي دولت نيوکې وکړې.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کب په ۱۵مه، بلخ ولايت کې د پراختيايي چارو په اړه پراختيايي کنفرانس ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې د سيمه ييزو ارګانونو رييس عبدالخالق فراهي، د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې امينې افضلي؛ د کليو او پراختيا وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، د فوايد عامې وزارت او د اداري اصلاحاتو د کمېسيون له مرستيالانو سربېره، د ملي شورا يو شمېر غړو او د بلخ ولايت مخورو برخه اخيستې وه.

د بلخ والي عطامحمد نور د کنفرانس په پيل کې د خپلو خبرو په ترڅ کې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې پر شويو پراختيايي چارو رڼا واچوله.

نوموړي زياته کړه: “په تېرو څو کلونو کې په بلخ ولايت کې شوي کارونه، د خلکو په ملاتړ، د چارواکو د ښه مديريت، د ولايتي شورا نظارت او ملکي او امنيتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ له امله ترسره شوي، خو مرکزي دولت او نړيوالو ورسره لازمه مرسته نه ده کړې.”

د هغه په وينا، په ولايتونو کې د پراختيايي کارونو د ځنډ يو لامل په مرکز د بوديجې د منلو او استولو اوږده پروسه ده.

والي وويل، د ولايتي پراختيايي پلان او د مرکز له خوا ورته د ټاکل شوې بوديجې ترمنځ توپير هم د دې لامل کېږي، چې پراختيايي کارونه ټکني شي.

نوموړي زياته کړه: “د مرکز په ځينو ادارو کې د شته بيروکراسۍ او کاغذپرانۍ له وجې ولايتونو ته ټاکل شوې بوديجه پر وخت نه رسېږي او همدا لامل دی، چې په تخميني ډول ۳۰ سلنه بوديجه نه مصرفېږي.”

د هغه په وينا، په  تېرو څو کلونو کې دوی په مسلسله توګه له يو لړ ستونزو سره مخ دي، چې مرکزي دولت يې پر وړاندې غلی پاتې دی.

والي، د امو سيند د ساحل نه تحکيمول، د ولسواليو د لويو لارو نه قيرکول، د مزارشريف ښار د برېښنا کمښت، د بلخ ولايت له مهمو ستونزو څخه وګڼلې.

همدراز نوموړي وويل، چې د مرکزي دولت د کمې پاملرنې له امله له حيرتان بندر څخه سوداګر په تېښته کې دي، چې له امله يې د دغه بندر عوايد په کمېدو دي.

د هغه په وينا، که څه هم ګمرکي اصول په ټول هېواد کې يو شان دي، خو په حيرتان بندر کې د پلي کېدو او په ځينو نورو بندرونو کې د نه پلي کېدو له امله خصوصي سکتور له ستونزو سره مخ شوی دی.

والي وويل، په حيرتان بندر کې سوداګر د قانون له مخې مجبور دي، چې وارداتو ماليه بشپړه ورکړي؛ خو د هېواد ځينو بندرونو کې سوداګر د قاچاق او بډې له لارې له قانوني ماليې څخه خلاصون مومي، چې له امله يې ازاد بازار کې سالمه سوداګريزه سيالي له منځه ځي.

نوموړي همداراز د مرکزي دولت استازو ته د بلخ ولايت د پراختيايي چارو په اړه وړانديزونه وکړل.

په دغو وړانديزونو کې د ټرانزيټ او کرنې د ودې، د فابريکو جوړولو او خلکو ته د کار د پيدا کېدو د لارو چارو  موندلو يادونه شوې وه، چې بايد مرکزي دولت او نړيوال مرستندويه ټولنې ورته پاملرنه وکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو رييس عبدالخالق فراهي، کنفرانس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د بلخ د والي وړانديزونه ومنل او دغه ولايت يې د هېواد د هغو ولايتونو په سر کې شمار کړ، چې په هراړخيزه توګه په کې کار شوی دی.

نوموړي وويل: “موږ ته د بلخ ولايت اقتصادي پلان او طرحه رسېدلې، چې موږ منلې ده.”

د هغه په وينا، دوی به هڅه وکړي، چې په دغه ولايت کې پراختيايي کارونو ته لا پسې وده ورکړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې امينې افضلي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د بلخ د والي د وړانديزونو هرکلی وکړ.

د دې په وينا، دوی به هڅه وکړي، چې د بلخ ولايت ستونزې د وزيرانو شورا کې مطرح کړي.

همداراز د کنفرانس په دويمه برخه کې ازاد بحث وشو، چې د بلخ ولايت چارواکي د دغه ولايت ولسواليو ته په نه پاملرنه تورن شول.

د مشرانو جرګې غړي عبدالغني وويل، لا هم د بلخ ولايت په ولسواليو کې عام خلک د ژوند له لومړنيو ستونزو سره مخ دي.

د ده په وينا، د بلخ چارواکي دنده لري، چې د ښار ترڅنګ لرې پرتو ولسواليو ته هم د پراختيايي چارو د غځولو په هڅه کې شي.

Related Topics