Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ۱۵ کب۹۱): د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي کې له هغو ۲۵۰ ديني عالمانو د سويې ازموينه واخيستل شوه، چې له هېواده بهر يې په ديني مدرسو کې زده کړې ترسره کړې دي.

په داسې حال کې، چې تېر کال هم له ۵۶ ديني عالمانو د لوړو زده کړو وزارت په دستور د ياد پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې ازموينه اخېستل شوې وه، خو په پايله کې يې ټول ګډونوال ناکام اعلان شوي وو.

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس دين محمد ګران د کب په ١٥مه پژواک خبری اژانس ته وويل، چې په ازموينه کې د برياليو ديني عالمانو سندونه به پر ليسانس معادله شي.

نوموړی زياته کړه، چې له دې ازموېنې يې موخه د هېواد په بيارغونه کې د علماوو د رول پياوړي کول او هغوى ته د کار کولو فرصت برابرول دي.

د ګران په وينا، د ازموينې پروسه به په پوره شفافيت سره ترسره شي او هر چا ته به خپل حق ورکړل شي.

په ياده ازموينه کې د مولوي جابرپه نوم يوتن پژواک سره په خبرو کې د ازموينې له پوښتنو او شفافيت څخه خوښى څرګنده کړه.

د دې ازموينې يو بل ګډونوال عباد الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په ازموينه کې د ګډون له امله خوښ دی ، خو وېره يې څرګنده کړه، چې د تېر کال په څېر ټول ناکام اعلان نه شي.

د دې پروسې يوه بل ګډونوال ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د عمر ډېره برخه يې له هېواده بهر په ديني زده کړو پسې لګولې، خو اوس يې حکومت اسناد په رسميت نه پېژني او نه هم په دولتي ادارو کې ورته د کار زمينه برابرېږي.

د ده په خبره، که اسناد يې ونه منل شي پرته له دې چې غره ته وخېژي بله لاره نه لري.

په ازموينه کې ګډونوالو د لوړو زده کړو وزارت له دغه کار خوښ و، خو ګواښ يې وکړ، که په ازموينه کې د تېر کال په څېر چلند ورسره وشي، دوى به پر پراخو لاريونونو لاس پورې کړي او د لوړو زده کړو د وزارت مخې ته به خېمې ووهي.

د يادولوده، په حکومتي څوکيو کې د ملايانو پر دندو ګومارل به په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت ترڅنګ د فقر او بېسوادۍ په لمنځه وړو کې ګټور ثابت شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.