Language

په ختيځ کې د لومړي ځل لپاره نظامي تطبيقات (پروا) ترسره شول

 جلال اباد (پژواک،١٥کب،٩١) چارواکي وايي چې د هېواد په ختيځ ولايت لغمان کې د لومړي ځل لپاره نظامي تطبيقات د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړۍ پلې لوا له لوري تر سره شول.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په يادو نظامي تطبيقاتو کې د لغمان له والي سربېره د ٢٠١ سيلاب قول اردو مرستيال،د ختيځ زون د ګډې همغږۍ د قراګاه عمومي قوماندان، د لغمان امنيه قوماندان او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

 د لغمان والي سيد فضل الله مجددي پژواک اژانس ته وويل ، چې د ملي اردو ځواکونو ته له تېرو شپږو مياشتو څخه د ډي سي توپ د انداختونو،په بېړنيو حالاتو کې له خلکو سره د مرستې او په يو شمېر نورو برخو کې د بهرنيو او کورنيو استادانو له لوري زده کړه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نن يې عملاً  ياد تمرينات وښودل او هم يې د هوايي ځواک د سوق او ادارې په برخه کې خپله وړتيا وښودله.

 د لغمان د ګډې همغږۍ  مرکز قوماندان بريد جنرال محمد افسر دوست وايي، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو ته په مختلفو برخو کې زده کړې ورکول شوي ، چې له دوى سره به په کاري ساحه کې مرسته وکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې د کورنيو او بهرنيو استادانو له لوريدوى ته زده کړه ورکول شوې او دغه زده کړه له دوى سره په مسلکي توب کې ډېره مرسته کوي.

 د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د افغان ځواکونو وړتيا ستايي او وايي ،چې که افغان ځواکونه په درنو او پرمختللو وسلو سمبال شي، نو دوى کولى شي چې د افغانستان ټولې امنيتي چارې په خپله غاړه  واخلي.

نوموړى دا هم وايي ، چې يادو سرتيرو ته د ماينونو د شنډولو مهارتونه هم ور زده شوي، چې د سيمې په امنيتي چارو کې به مثبت رول ولوبوي.

 شيرزاد زياتوي ، چې دا لومړى ځل دى چې دهېواد په ختيځ کې پروا(نظامي تطبيقات) ترسره کيږي.

Related Topics