هرات ښار (پژواک ١٥ کب ٩١): د هرات امنيتي چارواکي د دغه ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه طالبانو د کشک کهنه ولسوالۍ پر يوې امنيتې پوستې بريد وکړ، چې تر يوه ساعت نښتې وروسته دوه وسله وال طالبان په کې ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
دى وايي، په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا وسله والو طالبانو نن سهار د هرات په کرخ ولسوالۍ کې يو ټېلر موټر او بلدوزر سوځولي دي.
د هرات د کرخ يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، يو ټېلر موټر چې بلدوزر په کې بار و، د وسله والو طالبانو له لوري درول شوي او وروسته يې دواړه موټر سوځولي دي.
سرچينې زياته کړه، بلدوزر په دولت پورې اړه درلوده، چې د بادغيس سړک د جوړولو په موخه هلته لېږدول کېده.
هغه وايي، طالبانو د موټر چلوونکى هم له ځان سره بيولى، خو د هغه د موندنې لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
د سيمې يو اوسېدونکى سيدعلم هم وايي، چې طالبانو ټېلر موټر ودراوه او وروسته يې اور ورته کړ، چې له امله يې دواړه موټر وسوځېدل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د دې پېښې مسووليت منلى او وايي، چې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان يو ټېلر موټر يې سوځولى دى.