Language

مزارشريف (پژواک، ١٦ کب ٩١): د بلخ والي عطامحمد نور په مزارشريف کې د عبدالعلي مزاري د اتلسم تلين په غونډه كې وويل، چې د افغانستان د ستونزې حل په ملي اجماع کې دی.

د اسلامي وحدت ګوند پخوانى مشر عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣کال د کب په ٢٢مه، وسله والو طالبانو په کابل کې تر نيول کېدو وروسته په غزني کې وواژه.

نن (د كب ۱۶مه) د مزاري د اتلسم تلين په ياد د مزار شريف ښار په زراعت سيمه كې د عبدالعلي مزاري پر مزار د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه، چې د زيات شمېر عامو خلکو ترڅنګ ځينو دولتي چارواکو او سياسي شخصيتونو په کې برخه اخيستې وه.

عطامحمد نور وويل، چې د ملي اجماع له لارې دې د افغانستان ټول مطرح او تصميم نيوونکي لوري سره ټول شي او د افغانستان د ملي يووالي او ملي ګټو لپاره دې تصميم ونيسي.

نوموړي زياته کړه: “د افغانستان د ستونزې حل په ملي اجماع کې دی؛ خو داسې اجماع نه چې ځينې وايي، چې پر خپل سر د خولۍ يا تاج د پر سر کولو لپاره وي.”

د هغه په وينا، دغه اجماع کولی شي چې د ۲۰۱۴ کال پر وړاندې د پرتو ننګونو مخنيوی وکړي او په ټاکنو کې د احتمالي کېدونکو درغليو مخه ونيسي.

د بلخ والي، طالبانو ته په اشارې سره وويل: “دغه جنايتکاران بايد د ملت د غفلت له امله بيا حاکم نه شي.”

نوموړي زياته کړه: “وسله وال طالبان دې راشي، وسلې دې وغورځوي، اساسي قانون دې ومني، مدني او ديموکراتيک حرکتونه دې پيل کړي، که يې وګټله، نو نوش جان يې.”

د هغه په وينا، که طالبانو د خلکو په رايو وګټله، نو ښه خبره ده؛ خو د ټوپک او زور او تورې له لارې يې دا ملت نه مني.

د بلخ والي په مزارشريف کې د ايراني ديپلوماتو په نامه د کوڅې د نومولو په اړه وويل، دغه تصميم يې د افغانستان د ګټې لپاره نيولی او څوک يې پرې نه شي بدلولی.

نوموړي د يادې کوڅې د نومولو په اړه زياته کړه: “نوکران، اجيران، مزدوران د دې لپاره چې دا هېواد او هغه هېواد خوشاله کړي، د چا روحيه چې د ايران پر وړاندې ښه نه ده، هغه خوشاله کړي، خپل معاش حلال کړي، پر موږ يې ډېر انتقادونه وکړل، ډېرې خبرې يې وکړي؛ خو موږ وويل، کوم تصميم چې نيول شوی، بدلېدونکي نه دی.”

د هغه په وينا، دا سمه ده کوم کډوال چې په ايران کې اعدامېږي، د هغو بايد پوښتنه وشي؛ خو په دې معنا نه چې له ايران سره دې دښمني وکړي.

د عبدالعلي مزاري په ياد تلين کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حاجي محمد محقق خپلو خبرو په ترڅ کې، مزاري د سياسي مشارکت غوښتونکی مشر وباله، چې تل يې د ملي يووالي لپاره هڅې کولې.

نوموړي راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره خورا مهمې وګڼلې، خو اندېښنه يې وښوده، چې سياسي ګوندونه په کې د رايې حق نه لري.

د هغه په وينا، په افغانستان کې له داسې لارې بايد ټاکنې وشي، چې سياسي ګوندونه په کې د رايو د اخيستو تر کچې ګډون ولري.

د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلسم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه د يو شمېر دولتي چارواكو په ګډون په ډېر شمېر د هغه پلويانو برخه اخيستې وه.

Related Topics