جلال اباد (پژواک ١٦ کب ٩١) : د شينوارو د عليشيرخېل قوم مشران وايي، چې له کابل څخه د اسدالله وفا په مشرۍ راغلي پلاوي يو ځل بيا د دوى ترمنځ د جګړې اور بل کړ.
د ياد قوم قومي مشرانو نن (د کب ١٦مه) د قبايلو رياست په تالار کې د يوې خبري غونډې پر مهال رسنيو ته وويل، چې څو ورځې وړاندې له کابل څخه د ولسمشر سلاکار اسدالله وفا په مشرۍ يو پلاوى ننګرهار ته راغلى و، تر څو د شينوارو د دوو قومونو عليشرخېل او سې پاى تر منځ د ځمکې پر سر درې کلنه لانجه پاى ته ورسوي خو ياد پلاوي نوره هم تازه کړه.
د عليشېرخېل قوم مشر ملک سيد حکيم حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته ياده پرېکړه هېڅ کله د منلو وړ نه ده، ځکه چې ياد پلاوي له دوى سره ژمنه کړې وه چې له دواړو لورو نه به درې درې مشران په ياده جرګه کې د مشورې په خاطر نيسي، خو هغوى دغه کار ونه کړ.
هغه زياته کړه: ((موږ ورته واک ورکړى خو په دې شرط چې په اسلامي لاره او د شينوارو په لاره به ياده موضوع حلوي.))
ملک سيدحکيم واييو، د ياد پلاوي پرېکړه يو طرفه ده او په هېڅ صورت دوى ته د منلو وړ نه ده.
دى وايي: ((موږ له دولت سره پرېکون اعلانوو او ټول مکتبونه، کلينيکونه او نور دولتي دواير به وتړو.))
دى پر افغان دولت تور پورې کوي، چې ګواکې د عليشيرخېل قوم ته د افغانانو په سترګه نه ګوري او زياتوي چې ياده فيصله په پوره ډول د يوه قوم په طر ف شوې او له دولت سره به د دوى د قوم پرېکون تر هغې دوام وکړي، څو چې ياده مسئله د اسلامي شرعيت او د شينوارو د قوم په دود نه وي حل شوې.
خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې دوى بيا هم د يادې جرګې د پرېکړې چې د اسدالله وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، درناوى او تمويل کوي.
نوموړي زياته کړه: ((د ښوونځيو او کلنييکونو تړل يو غير قانوني او غير اسلامي عمل دى.))
د عبدالزي په خبره، چې د ياد قوم له مشرانو سره نن لس بجې د ننګرهار د والي ليدنه وه تر څو د يادې ستونزې د حل لارې چارې ولټوي، خو دوى په خپله وعده وفا ونه کړه او د ننګرهار ولايت مقام ته حاضر نه شول.
د والي وياند وايي، چې د ننګرهار ولايتي اداره لومړى د عليشيرخېل قوم ته دا وړانديز کوي چې ياده مسئله دې د خبرو له لارې هواره کړي او که چېرې دوى ياده مسئله د خبرو له لارې نه حلوي نو وروسته به دوى تصميم ونيسي.
ياده دې وي چې تېره ورځ د شينوارو د دوو قومونو ترمنځ پر ٣٠٠٠٠ جريبه ځمکې د رامنځته شوې درې کلنې شخړې د له منځه وړلو په موخه جرګه وشوه چې له مخې يې ٢٠٠٠٠جريبه ځمکه سې پايو قوم او پاتې ١٠٠٠٠ جريبه نوره د عليشيرخېل قوم ته ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP