ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: طالبان دې له پرديو د ځان په خلاصون کې جرئت وکړي

کرزى: طالبان دې له پرديو د ځان په خلاصون کې جرئت وکړي

کابل (پژواک ١٦ کب ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې افغانان بايد په يو لاس او له يوې مرجع، چې د سولې عالي شورا ده، د سولې هڅې مخته بوځي.

ولسمشر کرزي د کب په ١٦مه د ملي شورا د ١٦ تقنيني دورې د درېيم کال د غونډې د پرانيستې پر مهال له ملي شورا او سياسي مشرانو وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د سولې عالي شورا ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه، که طالبان په کور دننه له کومو ډلو او سياسي مشرانو سره د سولې خبرې کوي، ستونزه نه لري، خو له بهرنيانو سره دې په متفرق ډول د سولې له خبرو ډډه وکړي.

د ده په خبره، په متفرق ډول له بهرنيانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې، د دغه هېواد راتلونکى خرابوي.

ولسمشر کرزي زياته کړه: “که په خپلو منځو کې له طالبانو سره هر ډول خبرې، په هر ځاى کې چې يې کوو، ښه خبره ده، هغوى هم افغانان دي، خو زموږ سوله بهرنۍ خواوې هم لري، چې مهمه برخه يې ده. له بهرني لوري سره، موږ افغانان بايد يوځاى، په يووالي او د يوې مرجع له لارې، چې د سولې شورا ده، خپلو هڅو ته دوام ورکړو.”

ده وويل، چې د افغانستان دولت په هېواد کې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره په قطر کې د طالبانو د دفتر له جوړېدو سره موافقه کړې، خو دغه دفتر د سولې عالي شورا په شرايطو پورې تړلى دى.

کرزي د تېرو لسو کلونو د لاسته راوړنو او اساسي قانون خوندي ساتل له دغو شرايطو وبلل او يو ځل بيا يې طالبان سولې ته راوبلل.

د هغه په وينا، طالبانو د پرديو ټوپک د خپلو خلکو پر خلاف را اخيستى، چې د افغانستان د پرمختګ او هوساينې مخه نيسي.

د ده په خبره، ځيني هېوادونه په افغانستان کې د ټينګ نظام رامنځته کېدو مخه نيسي او غواړي چې دغه هېواد يو ځل بيا د اويايمې لسيزې په څېر جګړو او بې عدالتيو ته وګرځي، خو هغه د کوم هېواد وانه خيست.

ده زياته کړه: “پر دې بايد پوه شئ طالبانو وروڼو، چې د پرديو د اهدافو لپاره استعمالېږئ، د خپلې خاورې او خپل کور ورانولو لپاره استعمالېږئ، وخت يې را رسېدلى دى، چې جرئت وکړئ… دا په دې معنى چې ځينو طالبانو له ما سره شخصاً په مجلس کې ويلي، چې دوى مشکل لري. دوى ډارېږي او راوتلى نه شي. دوى دې راشي خپلې خاورې ته او له مشکلاتو دې ځان خلاص کړي.”

کرزي وويل، چې که څه هم د افغانستان دولت نړۍ ته اړ دى، خو سره له دې ټولو اړتياوو بيا هم په ملي مواردو کې پوره خپلواک سياست لري.

 ده طالبانو ته وويل، داسې نه ده چې يواځې تاسې ستونزې لرئ، موږ سره له ټولو لويو ستونزو چې لرو يې، د خپلو سياستونو په ټاکلو کې ملي ګټو ته په کتو په خپلواک ډول عمل کوو. بهرنيان چې له موږ سره مرسته کوي، موږ ډېرې بېلګې لرو چې د بهرنيانو د غوښتنې پر خلاف مو کړې دي. که تاسو طالبان د کوم بهرني له وېرې نه رامخته کېږئ، دا وېره په خيانت بدلېږي.”

 کرزي پر طالبانو غږ وکړ، چې د بهرنيان غېږه پرېږدي او خپلې خاورې ته راستانه شي.

ده وويل، چې ځيني طالبان په افغانستان کې سولې ته هيله لري او اوس په دې پوه شوي چې هېواد يې پر خپل لاس ورانېږي.

کرزي د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکاري اړينه وبلله خو ويې ويل، چې په خواشينۍ سره په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د کرزي په خبره، د ترهګرۍ ځالې په پاکستان کې رامنځته شوې او له همدې ځايه ترهګري په افغانستان او سيمه کې خپره شوه.

هغه يو ځل بيا په دواړو هېوادونو او سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره د پاکستان جدي همکاري وغوښتنه.

ولسمشر کرزي وويل، چې له ترهګرۍ څخه د ځان په ګټه هر ډول استفاده، د هغوى د عاملينو له بربادۍ پرته بله لاسته راوړنه نه لري.

 نوموړي همداراز يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې راتلونکي ټاکنې به پر خپل وخت او رڼې ترسره شي.

هغه وويل، چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل په سياسي او تاريخي لحاظ د ده لپاره ډېرې مهمې دي.

ده زياته کړه، چې راتلونکي انتخابات بايد د افغانانو له خوا په لږ لګښت ترسره شي او بايد چې بهرنيو سلاکارانو لپاره د عايد سرچينه نه وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.