Language

“د بهرنيانو وتل به مثبتې پايلې ولري”

کابل (پژواک ١٧ کب ٩١): د پکتيا والي وايي، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل به مثبتې پايلې ولري.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې والي جمعه خان همدرد دغه څرګندونې نن په ګردېز ښار کې د ملګرو ملتونو  له استازي مارک بارډن سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

والي د دې ليدنې پر مهال ويلي، چې د بهرنيو امنيتي ځواکونو وتل به نه يواځې منفي اغېزې ونه لري، بلکې پايلې  په يې مثبتې وي او دغه کار به په امنيتي برخه کې د افغان حکومت يوه ستره لاسته  راوړنه وي.

د همدرد په وينا، د بهرنيو ځواکونو تر وتو وروسته به وسله والو مخالفينو ته هم جګړو ته د دوام پلمه او دليل پاتې نه شي.

د پکتيا والي وايي، چې د پکتيا امنيت اوس افغان امنيتي ځواکونو ساتلی او وروسته له دې به يې هم د قومونو او مجاهدينو په مرسته وساتي.

دى وايي: ((موږ کافي امنيتي پرسونل لرو، څو د ټولې پکتيا امنيت پرې ډاډمن وساتو.))

د پکتيا والي زياته کړه، په پکتيا کې قومي تړونونه غښتلي دي او مرکزي اداره له خلکو او ولسونو سره په ټولو چارو کې همغږي ده.

 

Related Topics