غزني ښار(پژواک ۱۷کب ۹۱) : امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د بهرنيوځواکونو په هوايي بريد کې ديوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غزني د ګيرو ولسوالۍ د شيخانوپه سيمه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړه ، چې بهرنيو ځواکونو د همدې ولسوالۍ د پارچه او مټاخان په سيموکې هم څلور وسله وال طالبان ، چې د کامران په نامه يو سيمه ييز قوماندان هم پکې و ، وژلي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه غوښتل د پکتياولايت دګردې څېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو پر يوه کنډک ميزايل وتوغوي ،خو ميزايل پخپله پرې چاودېدلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، چې مړي يې هم په سيمه کې پاتې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.