جلال اباد (پژواک١٧ کب ٩١): د ننګرهار وکيلانو، د مدني ټولنې استازو او په کانکور کې بې پايلې پاتې شوو زده کوونکو د لوړو زده کړو پر وزارت نيوکه کړې، چې د تېر په څېر يې يو ځل بيا د دوى حق تر پښو لاندې کړى او ژبني تعصبونه يې پاللي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې سږ کال له ننګرهار څخه ١٠٧٠٠ تنو، چې ٨٠٠ يې نجونې وې، د کانکور په ازموينه کې ګډون کړى و، چې له ډلې يې ٢١٥٠ تنه د هېواد بېلابېلو پوهنتونو ته بريالي شوي دي.
د مدني ټولنې فعال انجنير حضرت ولي د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د کانکور ازموينه کې ډېرې زياتې درغلۍ شوې دي.
نوموړي د بېلګې په ډول دايکنډي ولايت يادوي او وايي، چې ټول زده کوونکي يې لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي، خو برعکس د سروبي ولسوالۍ له اووسوو زده کوونکو څخه يو هم نه دى بريالى شوى.
هغه زياته کړه: ((څومره چې جګې پوهنځۍ دي، د دايکنډي، غور او د نورو ولايتونو زده کوونکي ورته کامياب شوي دي.))
د نوموړي په وينا، د کانکور د ازموينې په کمېټه کې هم ګڼې ستونزې موجودې دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري هم وايي، د کانکور يادې پايلې ورته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او زياتوي چې د کانکور په پايلو کې له جوړ جاړي څخه کار اخيستل شوى دى.
انوري زياتوي، چې دوى به د پارلمان د وکيلانو په مشوره د لوړو زده کړو وزير او د کانکور د ازموينې کمېټه ور وغواړي او ترې وبه پوښتي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يوې بلې استازې ارين يون پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کابل اداره له پښتون مېشتو ولايتونو سره د مور او مېرې سلوک کوي.
نوموړې وايي: ((ما دا خبره په کابل کې هم شريکه کړې او بيا يې هم کوم.))
د ارين يون په خبره، بايد د يادې ازموينې پايلې لغوه اعلان شي؛ ځکه له يو شمېر داسې ولايتونو، په کلي شکل زده کوونکي په جګو نومرو لوړو پوهنځيو ته کامياب شوي، چې ښوونيز بهير په کې ډېر ټکنى روان دى.
هغې زياته کړه: ((بايد زده کوونکي هم خپل غږ پورته کړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.))
اېمل، چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې اعلان شوى وايي، چې ياده ازموينه ورته د منلو وړ نه ده.
نوموړى وايي: ((د يو وروسته پاتې ولايت، چې هلته د زده کړې اسانتياوې هم نشته، زده کوونکي يې له درېيو سوو څخه زياتې نومرې اخيستې دي، پوښتنه دلته راولاړيږي چې دا ټول پروفيسران وو او که څنګه؟))
خو د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال له ننګرهار څخه ډېر زده کوونکي پوهنتونو ته کامياب شوي دي.
هغه زياته کړه: ((تېر کال شاوخوا ١٢ زره تنو امتحان ورکړى و، چې د ١٧٠٠ تنو شاوخوا کامياب شوي وو.))
نوموړى وايي، چې دوى په يادو پايلو ځکه قناعت نه لري، چې سږ کال يې تر بل هر کال د کانکور د امادګۍ کورسونه ډېر داير کړي وو.
د يادونې ده، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې رييس عزيز الله لودين هم وړمه ورځ په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د کانکور د پايلو د لغوه کولو اعلان کړى و.