Language

هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيې نه څېړل کېږي

مزارشرف-لښکرګاه (پژواک ١٧ کب ٩١): د هلمند د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيې پر وخت نه څېړل کېږي.

دغه څرګندونې د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ د کب په ١٧مه په لښکرګاه کې د ښځو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

هغې زياته کړه، چې روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٥١ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې وويل، چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله ډېره ده او لامل يې د چارواکو او سيمې د قومي مشرانو او ديني عالمانو نه پاملرنه او په سيمه کې بې سوادي ده.

نيازۍ وايي: ((په دغه ولايت کې ښځو او نارينه وو ته خپل حقوق نه دي معلوم.))

نوموړې زياتوي، هغه دوسيې چې دوى ته راغلې، پنځه يې د دوى د رياست له خوا حل شوې، ٤٢ نورې يې محکمې ته لېږلي او پاتې پنځه دوسيې تر اوسه په څارنوالۍ کې دي.

د نيازۍ په وينا، يادې ډېرى پېښې د خلکو د نه پوهاوي، د ناسمو دودونو، په کم عمر د نجلۍ ورکول، په بدو او يا د ډېرو پيسو په بدل کې د پاخه عمر کسانو ته د نجونو د واده کولو له امله رامنځته کېږي.

نيازۍ زياتوي، د عدلي ارګانونو له خوا د ياد پېښو پر وخت نه څېړل لامل شوى، چې ښځې له خپلو حقونو تېرې شي او وروسته زړه نه ښه کوي چې د قضيو خلاصولو لپاره دغو ارګانو ته مراجعه وکړي.

د دې په خبره، له يوې خوا ښځي دومره ازادي نه لري چې هره ورځ په محکمو او نورو عدلي ارګانو کې پاتې شي او له بلې خوا د يادو ادارو چارواکي هم انصاف نه کوي.

 د هلمند والي په يادو مراسمو کې د ښځو پر حقوقو خبرې وکړې او د دغه ولايت له ټولو اوسېدونکو يې غوښتنه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي ډډه وکړي، ښځې د پاخه عمر کسانو ته، په بدو، بدل او پر خپل سر ورنه کړي، چې له امله يې بيا د کورنيو په منځ کې جنجالونه جوړيږي.

د يو بل خبر له مخې، نن د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې هم د ښځو ورځ ونمانځل شوه، چې په کې د بېلابېلو ادارو ښځې، د مدني ټولنو غړو او نورو کسانو برخه اخيستې وه.

د بلخ د ښځو چارو سرپرستې رابعه مرادي وويل، چې په دې سيمه کې د نا امنيو او نورو ناخوالو له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

هغې زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٠٠ پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړې په وينا، په دې پېښو کې وهل ټکول، له کوره تېښته، قتل، جنسي تېرى، د نفقې نه ورکول، د پلارګنۍ کره نه پرېښودل او په کم عمر کې ودول شامل دي.

مرادي وويل، اوس خلک پوهېدلي او پ خپله ښځې غواړي چې د دوى رياست او نورو ارګانونو کې خپلې ستونزې ثبت کړي.

Related Topics