Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د انګلستان او فرانسې مشرانو له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې

کابل (پژواک ١٨ کب ٩١): د انګلستان او فرانسې مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د سولې پروسې او د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې مبارزې خبرې وکړې.

له ارګ څخه د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د انګلستان لومړي وزير ډيوېډ کميرون پرون له غرمې وروسته له ولسمشر کرزي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو اړيکو پر مهال دواړو مشرانو له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د سولې د پروسې پر چټکوالي، د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې مبارزې او د سيمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د سرچينې په وينا، د انګلستان لومړي وزير ډيوېډ کميرون د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ، چې د سولې هڅې بايد ګړندۍ شي.

دغه راز د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له افغانستان سره د دغه هېواد د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.