جلال اباد (پژواک ١٨ کب ٩١): يو شمېر محصلين شکايت کوي، چې په ننګرهار پوهنتون کې د سياسي فعاليتونو د زياتېدو له امله يې د زده کړو پروسه بې خونده شوې ده.
د دغه پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل نيازمحمد وياړ وايي، چې هره شپه د دولت د مخالفو وسله والو ډلو له لوري د ياد پوهنتون په ليليه کې د دولت پر ضد غونډې کېږي او محصلين هم په زور ګډون کولو ته اړ ايستل کېږي.
نوموړي پژواک اژانس ته زياته کړه: ((په دغه پوهنتون کې د دولت د موافقو او مخالفو ګوندونو د طالبانو او حزب اسلامي په ګډون د ټولو ډلو پلويان شته.))
نوموړي دا ادعا هم وکړه، چې يو شمېر محصلين د ګاونډيو هېوادونو له لوري بېلابېلو فعاليتونو ته تحريک کېږي.
د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي محصل سباوون وايي، چې په پوهنتون کې د يو شمېر محصلينو سياسي فعاليتونو تر پزې راوستي او زياتوي، چې وروستى کال يې دى خو له پوهنتون څخه بې سواده فارغيږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د دغو سياسي کړيو او سياسي فعاليتونو له امله زموږ تحصيلي پروسه زيانمنه شوې ده.))
دى وايي، چې د ننګرهار پوهنتون مطلق اکثريت محصلين په سياسي ډلو ټپلو پورې تړلي خلک دي او تل د دولت پر ضد فعاليتونه کوي.
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يوه محصل چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي وايي، ډېرى محصلين د دې پر ځاى چې زده کړې وکړي، د ځينو ډلو لپاره کمپاينونه کوي.
د هغه په وينا، هر سهار چې راپاڅي ګوري چې په ليليه کې يوه نه يوه شپه پاڼه خپره شوې وي.
نوموړي زياته کړه، په شپې پاڼو کې هغو محصلينو ته ګواښونه کېږي چې د دوى غونډو ته نه ورځي.
د ده په خبره، د ننکرهارپوهنتون په يو شمېر دېوالونو باندې د (حکمتيار زنده باد)، (طالبان زنده باد) شعارونه هم ليکل شوي دي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو مشر عمر هم مني چې يو شمېر سياسي ډلو په محصلينو کې خپلې ريښې ځغلولې دي، خو زياتوي چې د دوى شمېر ډېر کم دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((په کار دا ده چې دا کسان د پوهنتون مشرانو ته په ګوته شي، تر څو لارښوونه ورته وکړي او بيا وروسته سزا ورکړل شي.))
بلخوا د ننګرهار پوهنتون رييس صابر مومند هم پژواک خبري اژانس ته دا مني، چې په پوهنتون کې د شپې له خو ځينې شپې پاڼې د محصلينو او استادانو د ګواښ لپاره اچول کېږي، خو زياتوي چې د دوى کار يواځې او يواځې له درس سره دى، نه له سياسي فعاليتونو سره.
نوموړى وايي: ((مشکل شته خو دا به ورو ورو هواريږي او په دې برخه کې بايد امنيتي ارګانونه کار وکړي.))
د پوهنتون رييس صابر مومند وويل، ډېرى وخت له يو شمېر سياسي فعاليتونو څخه چې محصلين يې اجرا کوي، ناخبره پاتې کېږي.
د يادونې ده، چې د همدغو سياسي او نورو فعاليتونو په تور د ننګرهار پوهنتون شاوخوا ٢٥ محصلين په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي دي.
څو ورځې مخکې د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو په درونټه او جلال اباد ښار کې د يوه لاريون په ترڅ کې د بندي محصلينو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر معصوم خان هاشمي وايي، چې امنيتي کسان په هره ساحه او هره سيمه کې حضور لري او د ورانکارو فعاليتونو مخه نيسي.
هغه د پوهنتون په اړه وويل، چې هلته د امنيت ملي او امنيه قوماندانۍ پرسونل شتون لري او د هر ډول ګډوډيو مخه نيسي.