Language

د امريکا ددفاع نوى وزير چک هيګل په ناڅاپي سفر کابل ته راغلى

کابل ( پژواک ١٩ کب ٩١ ) : د امريکا ددفاع نوى وزير په يوه ناڅاپي تير ماخوستن افغانستان ته رارسېدلى دى.

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو په يوه خپرباڼه کې ويلي دي چې د امريکا ددفاع وزير چک هيګل به د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، ددفاع وزير بسم الله خان محمدي او په دې هېواد کې ميشتو ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډنفورډ او د ايساف ن نورو جنرالانو سره ګوري.

افغانستان په لاره په خپله الوتکه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال هيګل ويلي چې له سفر څخه يې موخه دافغانستان له حالاتو څخه له نږدې ځان خبرول دي .

هغه زياته کړې چې افغانستان ته يې وروستى سفر د ٢٠٠٨ زېږديز کال پر مهال ولسمشر بارک اوباما سره راغلى و.

شاوخوا لس ورځې  مخکې د امريکا  ددفاع وزير په توګه تر ټاکل وروسته افغانستان ته د چک هيګل دا لومړى سفر دى.

تر دې مخکې ليون پنيټا د امريکا ددفاع د وزير په توګه دنده ترسره کوله.