Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لاره پرانستل شوه

چاريکار( پژواک ١٩ کب ٩١): د سالنګ لويه لاره ، چې د توفان له امله تړل شوې وه ، د ترافيکو پر مخ پرانستل شوه .

 دغه لاره چې د هېواد مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي ، تېره ورځ له غرمې وروسته دټرافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په ملخان او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو کې موټر درول شوي وو او پر دې لاره د تګ اجازه نه ورکول کېده .

خو  د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر ياور سميع الله څه باندې ١٢ بجې  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې توفان درېدلى او لاره له وارو څخه تر پاکېدو وروسته د ټرافيکو پر مخه پرانستل شوه .

دغه لار په غرونو کې له څه باندې دوه نيم کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي.

 په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

څو ورځې مخکې د واورې ښويېدو له امله د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت دوو کارکوونکو پر همدې لاره د واورې ښويېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو له امله مړه شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.