کابل ( پژواک ١٩کب ٩١): د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب ، منشي او د منشي نايب څوکيو ته يوه کانديد هم د ټاکنو په لومړي پړاو کې اړينې رايې تر لاسه نه شواى کړاى .
د ننګرهار د خلکو استازيو حاجي ظاهر قدير او ميرويس ياسيني د لومړي نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه کانديد کړي وو.
په کار وه ، چې هر يو کانديد د برياليتوب لپاره د جرګې له حاضرو ٢٢١ تنو څخه د ١١١ تنو موافقې رايې تر لاسه کړي.
خو د ټاکنو په پايله کې د جرګې له ٢٢١ حاضرو غړو ٩٠ تنو حاجي قدير ته رايه ورکړه او ميرويس ياسيني ٩٩ رايې واخيستې، چې په دې توګه دواړو ونشواى کولى د جرګې د حاضرو غړو پنځوس سلنه جمع يوه رايه واخلي.
ابراهيمي وويل ، چې دلومړي نايب د څوکۍ لپاره ٨ سپينې او ٢٣ باطلې رايې موجودې وې او رمضان بشردوست خپله رايه ونه کاروله.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، قدير او ياسيني نشي کولى ، چې په دې يوه کلنه دوره کې بيا ځانونه دې څوکۍ ته ونوموي.
د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي ځانونه کانديد کړي وو.
خو احمدشاه رمضان ٢٧، نعمت الله غفاري ٦٩، امان الله پيمان ٦١ او اسدالله سعادتي ٣٦ موافقې رايې تر لاسه کړې .
د دويم نايب لپاره له کارول شويو رايو څخه ١٧ سپينې او ١١ باطلې رايه کارول شوې وې.
د جرګې مشر وويل ، چې له يادو کسانو څخه به بل ځل د دې څوکې لپاره د نعمت الله غفاري او امان الله پيمان تر منځ سيالي وشي.
د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال او د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي ځانونه کانديد کړي وو.
خو قلاتوال د ٨٠ رايو او خواصي د ١٠١ رايو په تر لاسه کولو سره ونه شواى کړاى ، چې د جرګې د منشي په توګه وټاکل شي.
د دې دوو کسانو لپاره ٢٦ سپينې او ١٤ باطلې رايې کارول شوې وې.
قلاتوال اوخواصي هم نشي کولاى، چې په دې يوکلنه دوره کې بيا ددې څوکۍ لپاره ځانونه کانديد کړي .
دغه راز د نايب منشي د څوکۍ لپاره د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د بدخشان استازې نېلوفر ابراهيمي او د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکې ځانونه کانديد کړي وو.
خو عظيمي ٨١ ، نيلوفر ٦٥ او ذکي ٣٥ موافقې رايه تر لاسه کړې او بريالي نه شول .
د دې څوکۍ لپاره ٢٩ سپينې او ١١ باطلې رايه کارول شوې وې.
د ولسي جرګې مشر وويل، چې له دې کسانو څخه به د عظيمي او نيلوفر ابراهيمي تر منځ د دويم ځل لپاره ټاکنې وشي.
د ولسى جرګې روانه يو کلنه دوره دوه ورځې مخکې پيل شوه .
د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.
دغه راز د دې مادې له مخې، دغه جرګې، دوه تنه د لومړي او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.
دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.
په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.