اسلام اباد (پژواک ١٩ کب ١٩): د پاکستان د پېښور ښار په يوه جومات کې نن غرمه مهال د يوې چاودنې له امله ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښور ښار د پوليسو مشر عمران شاهد د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د جومات په محراب کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال وشوه، چې لسګونه تنه د پېښور ښار د مينه بازار سيمې په دغه جومات کې د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو.
دى وايي، چې په دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.
خو د وحيدالرحمن په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر په دويم صف کې ولاړ و او د لمانځه په منځ کې يې چاودنه کړې ده.
د نوموړي په وينا، تر چاودنې وروسته هر لوري ته مړه او ټپيان پراته وو، چې د خلکو او پوليسو له خوا روغتونونو ته ولېږدول شول.
د پېښور د لوى ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې دوى ته څلور مړي او ٢٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن