محمودراقي (پژواک ١٩ کب ٩١): د کاپيسا چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ملي اردو او ايساف ځواکونو تر منځ د “ناسم پوهاوي” له امله په رامنځته شوې نښته کې له دواړو لورو يو-يو تن وژل شوى دى.
د ده په وينا، نښته تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د ملي اردو ځواکونه له خپلې اډې په وتو د اډې دروازې ته څېرمه د ايساف له ځواکونو سره مخ شول.
د هغه د معلوماتو له مخې، د موضوع په تړاو يو د ايساف سرتېرى او درې نور د ملي اردو سرتېري نيول شوي دي.
ده وويل، چې څلور واړه نيول شوي کسان د کاپيسا امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
قيس قادري وايي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د ايساف ځواکونو ويلي، په کاپيسا کې درېيو کسانو چې د ملي اردو جامې يې پر ځان وې او په موټر کې سپاره وو، پر نړيوالو ځواکونو ډزې کړې، چې له امله يې د ايساف يو ملکي قراردادي وژل شوى دى.
ايساف ويلي، د بهرنيو ځواکونو په ځوابي بريد کې ياد درې تنه، چې د ملي اردو په جامو کې راغلي وو، وژل شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کوي، چې په ياد بريد کې دوه افغان او ٩ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.