جلال اباد(پژواک ١٩کب،٩١) : د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سهار پيل شوې جګړه تر ماښامه پورې روانه وه.
د اچين ولسوال معلم معشوق د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د شډل په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو راکټي بريدونه شوي، چې وروسته د وسله والو او ګډو امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې يو شمير وسله وال د عامو وګړو پر کورونو ورننوتي او ددوى له کورونو څخه پر ګډو ځواکونو ډزې کوي.
ولسوال وايي ، چې په دې جګړه کې تر ٢٠ پورې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياءعبدالزى هم پېښه تائيدوي ،خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه وړاندې کوي او زياتوي چې په سيمه کې د جګړې له امله بشپړ جزئيات نه شي بيانولى.
د سيمې اوسېدونکي جاوېد شينواري پژواک اژانس ته وويل ، چې له سهاره تر ماښامه پورې جګړه روانه ده، چې ګڼو وسله والو،عامو او امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي ،چې په سيمه کې الوتکې بمباري هم کړې، چې له امله يې څلورو عامو وګړو او په جګړه تر لسو زياتو وسله والو او ګډو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غني خېلو د روغتون امر ډاکټر رحمان ګل پژواک ته وويل چې د پېښې له سيمې تر اوسه دوى ته دوه تنه زخميان ور وړل شوي وو، چې د يوه تن روغتيايي حالت يې ډېر نازک و، چې له لومړنيو مرستو وروسته د جلال اباد روغتون ولېږدول شو.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ياد نښته تاييدوي او وايي، چې په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده، چې په نښته کې شپږ بهرني او اته کورني سرتيري وژل شوي او څلور نور هم ټپيان دي، دې پېښه کې د خپلو درېيو ملګرو ټپي کېدل هم تاييدوي.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې زر ليټره تيزاب ، چې په هېروينو کې ترې کار اخيستل کېده پوليسو نيولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال محمد شريف امين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر ماښام يې د بهسودو ولسوالۍ په رينګ روډ سيمه کې پنځوس بوشکې تېزاب له دوو کسانو سره نيولي دي.
د ده په خبره، دغه پنځوس بوشکې ،چې هره يوه يې شل ليتره ده، د هېروينو په جوړولو کې ترې استفاده کيږي.