Language

بګرام کې د خونې چت لوېدو لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چاريکار (پژواک ٢٠ کب ٩١): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د خونې د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ  دوه  تنه مړه  او اته نور  ټپيان شوي دي.

د بګرام امنيه قوماندان زمري ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ د  تروکمان سيمې په يو کور کې  رامنځته شوې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د يادې خونې چت ، چې وړمه شپه راپرېوت، وروستيو اورښتونو زيانمن کړى و. 

هغه وويل، چې په دې پېښه کې  شپږ کلن هلک او څلور کلنه نجلۍ مړه شوي او د ښځو او نارينه وو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې د پېښې ټپيان د بګرام اېمرجنسي کلينيک ته لېږدول شوي دي.

خو د بګرام د سيمه ييزې شورا مشر الياس الدين بخشي وايي، چې له يادو ټپيانو څخه څلور يې چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

ده وويل، چې پاتې څلور ټپيان  د بګرام په ياد کلينيک کې تر درملنې لاندې دي.

يادو دواړو سرچينو ونه ويل، چې په ټپيانو کې څو تنه نارينه او څو تنه ښځينه دي.

بخشي وايي، چې تر اوسه له دې کورنۍ سره هيچا مرسته نه ده کړې.

خو په پروان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمدامين حيدري وايي، چې د پېښې په اړه يې معلومات راټول کړي او ډېر ژر به له يادې کورنۍ سره د خوراکي توکو او البسې مرسته وکړي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د پروان په مرکز چاريکارو کې تندر راپريوت او د ناظم شاه د  کورنۍ د يوې خونې دېوال يې زيانمن کړ.

ناظم شاه وايي، چې په ياده خونه کې يو تلوېزيون ، يو سولر او د خونې فرش هم سوځېدلي دي.

Related Topics