جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩١): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د نښتې او بمبار له امله ٣٨تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اچين ولسوال معلم معشوق د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ورځ سهار د اچين په شډل سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان راکټي بريدونه وشول او وروسته نښته رامنځته شوه.
هغه زياتوي، چې دې نښتې تر ماښام پورې دوام درلود او له هوايي ځواک څخه هم په کې کار اخيستل شوى دى.
ولسوال وايي، چې په نښته کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه ده معلومه.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده نښته او بمبار کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي: ((١٢ وسله والو وژل شوي او ١٠نور زخميان شوي دي.))
نوموړى د ملي اردو د يوه سرتېري ټپي کېدل هم تاييدوي خو وايي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د هغه په وينا، شپږ وسلوال ژوندي نيول شوي دي.
يوې باوري امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته هم ځاني زيان اوښتى دى.
سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې له درېيو ډېر بهرني او دوه کورني سرتېري وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکى پرويز وايي، چې له پنځلسو زياتو عامو وګړو ته هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى هم وايي، چې د جګړې ښکېلو دواړو خواوو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د اچين په جګړه کې دوى ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
سرچينې پژواک ته ومنله، چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غني خېلو روغتون امر ډاکټر رحمن ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې ١٤ ټپيان، چې عام وګړي دي، ور وړل شوي دي.
ډاکټر رحمن ګل وايي، چې په يادو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دوه ټپيان له دې امله چې حالت يې نازک و، د جلال اباد ملکي روغتون ته ولېږدول شول.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ياد نښته تاييدوي او وايي، چې په نښته کې شپږ بهرني او اته کورني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، نوموړى په دې پېښه کې يواځې د خپلو درېيو ملګرو ټپي کېدل تاييدوي.