Language

د مومندو شورا وايي، درې زره جريبه ځمکه يې غصب شوې

جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩١): په ننګرهار کې د مومندو شورا وايي، چې د دوى درې زره جريبه ځمکه غصب شوې او غاصبين يې اوس غواړي ښارګوټى په کې جوړ کړي.

دغه څرګندونې د مومندو شورا په هغې غونډه کې، چې په کې د يادې شورا شاوخوا ١٥٠ قومي مشرانو او مخورو ګډون کړى و، وشوې.

د مومندو شورا يوه غړي او د حج او اوقافو پخواني رييس مولوي عبدالعزيز خيرخوا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عبدالبصير څرخي په نوم يوه تن د بهسودو په ثمرخېلو سيمه کې د ١٢٦٠ جريبه ځمکې جعلي اسناد د والي ګل اغا شېرزي په همکارۍ جوړ کړي او ورسره يې نوره ځمکه هم چې هېڅ اسناد نه لري، نيولې ده.

مولوي خيرخوا وايي: ((موږ خپل حق هېچا ته نه پرېږدو او تر وروستي بريده په دې برخه کې هلې ځلې کوو.))

دى زياتوي، چې دوى د خپل حق اخيستو په موخه هر څه کولو ته تيار دي او که چېرې دوى ته خپل حق ورنه کړل شي، نو بيا که هر څه پېښ شي مسوول به يې ولايتي چارواکي وي.

د خيرخوا په وينا، دوى يو پرېکړه ليک هم صادر کړى چې په کې په ننګرهار کې د امنيتي حالاتو د ښه والي، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي غوښتنه شوې ده.

دى زياتوي: ((هېڅ مومند کوکنار نه دي کرلي، په کار ده چې له کروندګرو سره يې هم مرسته وشي.))

د مومندو شورا يو بل غړى نصيب الحق هم وايي، ځينې کړۍ شته چې غواړي د مومندو ځمکه غصب کړي، خو دوى به په هېڅ صورت خپلې ځمکې پرې نه ږدي.

دى وايي: ((دغه قباله د دولت له لوري جعلي قباله ثابته شوې او دا د مومندو ملکيت دى.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې د څرخي په نوم له يوه کس څخه پخوا دولت ځمکه ضبط کړې وه، چې په دې وروستيو کې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې دوى ته يوه اندازه ځمکه په کابل او لوګر کې او پاتې ځمکه يې بيا د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې ورکړل شوې ده.

دى وايي: ((د هغه ځمکه اوله درجه وه، خو اوس دولت ورته شپږمه درجه ځمکه ورکړې ده.))

د نوموړي په خبره، ياده موضوع څه موده وړاندې هم راپورته شوې وه، چې د ولسي جرګې او د مومندو شورا د غړي فريدون مومند له خوا پرېکړه وشوه، چې ياد کس هغه ځمکه کرلى شي، کومه چې دى يې قباله لري.

عبدالزي زياته کړه: ((په پاتې ځمکه کې به نور پرمختيايي پروګرامونه او د مومند قوم لپاره د سرپناه ځايونه برابر شي.))

پژواک هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د ولسي جرګې د وکيل فريدون مومند نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

څو مياشتې وړاندې هم د مومندو شورا خپل غبرګون ښودلى و.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولايت کې د ځمکې د غصب موضوع ګرمه شوې ده.

څه موده مخکې د خوګياڼو او سره رود اوسېدونکو هم د ځمکو د غصب په اړه ولايتي شورا ته شکايت کړى و.

Related Topics