کابل (پژواک ٢٠ حوت ٩١): ولسمشر حامد کرزى د مخالفينو پروني بريدونه امريکا او بهرنيانو ته خدمت بولي او وايي، دغه بريدونه د دې لپاره و، چې امريکا په افغانستان کې پاتې شي.
د هغو ځانمرګو بريدونو په پايله کې، چې پرون په کابل او خوست ولايتونو وشول، ١٩ تنه چې ډېرى په کې ملکي وګړي و، ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د هېواد ولسمشر، چې نن يې د ښځو د نړيوالې ورځې (د مارچ ٨مه) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د افغان ښځو په اړه يې د تېرو لسو کلونو پرمختګونه د پام وړ وبلل او زياته يې کړه: ((موږ د افغانستان د ښځو په ژوند کې پرمختګونو ته خوشحاله يو، خو قانع نه يو.))
حامد کرزى وايي، په افغانستان کې ښځې هغه مهال خپل اساسي حقوق ترلاسه او پرمختګ کولاى شي، چې ټول افغانان علم او زده کړو ته مخه کړي.
نوموړي په داسې حال کې، چې ښځو ته احترام کول يې نرتوب وباله او افغان ښځې يې زده کړو او پرمختګ ته وهڅولې وويل، چې ښځې بايد د هېواد په پرمختګ او پرمختلو باندې قناعت ونه کړي.
حامد کرزي له ديني علماوو او قومي مشرانو وغوښتل، چې په خپلو لارښوونو او تبليغ کې خلک د ښځو له سپېڅلو حقونو خبر کړي.
ولسمشر په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د ځينو افغانانو اندېښنو ته په اشارې سره وويل: ((له ٢٠١٤ کال وروسته نور هم ښه کېږو، اقتصاد مو ښه کېږي، په ډاډ سره وايم، چې ښه کېږو.))
هغه زياته کړه، افغانستان د تريليونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري، خو يوازې تعليم يافته انسانان نه لري.
حامد کرزي په خپلو خبرو کې ياده کړه، ډېر ځلې اوري، چې د افغانستان دولت مخالفين د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له بهرنيانو سره خبرې اترې کوي او ګوري.
هغه زياته کړه: ((امريکا وايي، طالبان زموږ دښمنان نه دي، خو په هېواد کې هره ورځ د طالب په نوم ملکي وګړي وژل کېږي او طالبان هم، چې تل يې ملکي وګړي وژلي، له بهرنيانو سره خبرې اترې کوي.))
ولسمشرکرزي په هېواد کې له ٢٠١٤ کال کې وروسته د بهرنيو سرتېرو په اړه وويل، د ناټو سکرتر جنرال ورته په يوه ناسته کې ويلي، ناټو غړي هېوادونه او ځينې نور هېوادونه له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو يو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو غوښتونکي دي.
هغه په داسې حال کې، چې له ٢٠١٤ کال وروسته يې د بهرنياو شتون په مشروط ډول وباله وويل: ((بهرني سرتېري زموږ د خوښې له مخې په افغانستان کې پاتې کېداى شي، د افغانستان خلک بايد موافقه وکړي، په هغو ځايونو کې چې موږ يې ورکوو، بايد زموږ عزت او ملي حاکميت ته درناوى ولري.))