غزني ښار (پژواک ۲۰ کب ۹۱): په غزني ښار کې د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شول.
په غزني کې د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى ته نن له غرمې وروسته څلور ماشومان په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
ده زياته کړه، دغه ماشومان هغه مهال د غزني په ارزو سيمه کې ټپيان شوي، کله چې دوى په دښته کې يوه سرګلوله پيدا کړې او له هغې سره يې لوبې کولې.
د همت په خبره، وروسته سرګلوله چاودلې او په ترڅ کې يې څلور ماشومان، چې عمرونه يې له اتو تر ١٢ کلونو پورې دي، تپيان شوي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په دې پېښه کې د يوه ټپي شوي ماشوم ورور محمدګل پژواک اژانس ته وويل، په دې پېښه کې د ده د ورور په ګډون څلورو ماشومان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه سرګلوله پخوانۍ نه، بلکې اوسنۍ ده.
له بلې خوا د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او ملي اردو ځواکونو په نښته کې يو وسله وال وژل شوى او بل ټپى دى.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني پژواک اژانس ته وويل، دغه نښته نن غرمه د اندړو ولسوالۍ په سه پاى سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ملي اردو ځواکونه په سيمه کې د ګزمې په حال کې وو.
د ده په خبره، له نيم ساعته نښتې وروسته يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل ټپي شو.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د غزني ولايتي روغتون ته د غزني د اندړو ولسوالۍ له ننوغي سيمې څخه يو جسد راوړل شوى دى.
د غزني د ولايتي روغتون مشر وايي، دغه کس چې په يوشرکت کې يې دنده درلوده، نن سهار په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانوله لوري وژل شوى دى.
خو امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.