Language

غزني ښار (پژواک ۲۰ کب ۹۱): د غزني چارواکي وايي، د روان کال په اوږدو کې د ډاياګ پروګرام ته نږدې ٢٨٠ ميله سپکه او درنه وسله سپارل شوې ده.

د غزني د ډاياګ پروګرام مسوول عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن هم د غزني د امنيه قوماندانۍ له لوري ٣٩ ميله چې پنځه ميله يې درنه وسله وه، دې پروګرام ته وسپارل شوه.

ده زياته کړه: “په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۶۰۰ميله وسله ډاياګ ته سپارل شوې، چې په دې وسلو کې يې ۷۰ سلنه د استفادې وړ دي.”

د غزني امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد وويل، دغه وسلې يې د غزني ښار په ګډون له بېلابېلو ولسواليو څخه راټولې کړي او د ډاياګ پروګرام ته يې وسپارلې.

د ده په خبره، دوى به له خلکو څخه ټولې غير قانوني وسلې راټولې کړي.

امنيه قوماندان زياته کړه: “نور په غزني کې هېڅ کومه يوه امنيتي خصوصي کمپنۍ حق نه لري ،چې په خپلسر فعاليت ترسره کړي او غير قانوني وسلې وګرځوي.”

 د غزني امنيه قوماندان په داسې حال کې د غير قانوني وسلو د راټولولو خبره کوي، چې څه موده وړاندې په غزني ښار کې يوې ۱۲ کلنې نجلۍ هغه مهال د خوښۍ په مراسمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې ماما يې هوايې ډزې وکړې.

Related Topics