Language

“د کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه د غوښتنو د نه پلي کېدو له امله وې”

کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): ځيني سياسي کارپوهان وايي، د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې احساساتي او له دې امله وې چې امريکايانو يې ځينې غوښتنې نه دي منلې.

 حامدي کرزي تېره ورځ وويل، چې طالبان او امريکايان هره ورځ په عربي او اروپايي هېوادونو کې سره خبرې کوي.

د ده په اند د طالبانو د وروستيو ځانمرګو بريدونو موخه دا وه، چې خلک و وېروي تر څو له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه وکړي.

د کرزي له خبرو جوتېده چې امريکايانو او طالبانو لاس يو کړى او يو د بل په ګټه په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، خو وسله والو طالبانو او امريکايي چارواکو دواړو د کرزي يادې څرګندونې ناسمې بللې دي.

د سياسي چارو پوه محمدحسن حقيار د ولسمشر کرزي خبرې د احساساتو له مخې بولي.

دى وايي: ((د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ اړيکې شته، خو خبرې نشته.))

د حقيار په وينا، کرزي له دې امله تېره ورځ احساساتي څرګندونې وکړې، چې امريکايانو د بګرام زندان افغان دولت ته نه دى سپارلى او له وردګو څخه د امريکا ځانګړي ځواکونه هم د کرزي له غوښتنې او ټاکلي ضرب الاجل سره سم ونه وتل.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشر کرزي د بيا بيا غوښتنې له مخې، د تېرې شنبې په ورځ د بګرام زندان ټولې چارې افغان لوري ته وسپارل شي او تر تېرې ورځې له ميدان وردګو څخه د امريکا ځانګړي ځواکونه ووځي.

کرزي په ميدان وردګو کې له امريکايي ځانګړو ځواکونو د خلکو له پر له پسې شکايتونو وروسته شاوخوا دوه اونۍ مخکې امر وکړ چې ياد ځواکونه دې له دغه ولايت څخه ووځي.

حقيار د کرزي هغه څرګندونې هم سمې نه بولي، چې ګواکې د طالبانو بريدونه له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو په موخه ترسره کېږي.

حقيار وويل: ((که داسې وي نو د افغانستان دولت ولې خپلو خلکو او نړيوالو ته نه وايي، چې امريکايان زموږ ملاتړي نه دي بلکې د طالبانو تر شا ولاړ دي.))

سياسي کارپوه کبير رنجبر هم حقيار ته ورته نظر لري او وايي، له امريکايانو د کرزي د غوښتنو نه پلي کېدل د دې لامل شوي چې کرزى په عام محضر کې د امريکايانو پر وړاندې احساساتي غبرګون وښيي.

رنجبر وايي، ښايي امريکايان له طالبانو سره پټې خبرې وکړي، خو په باور يې دا خبرې په افغانستان کې د سولې جوړجاري ته له رسېدو پرته کومه بله پټه موخه نه لري.

ده وويل، باور نه لري چې امريکا دې توطيه جوړه کړې وي او يا دې له طالبانو سره لاس يو کړى وي چې هغوى ځانمرګي بريدونه وکړي، ترڅو افغانان ووېرېږي او له ٢٠١٤ کال وروسته هم د بهرنيانو او په خاصه توګه د امريکايانو پاتې کېدل وغواړي.

 کرزي ويلي، چې که بهرني هېوادونه تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي نو د ناټو تر چتر لاندې نه شي پاتې کېداى، جلا جلا تړونونه به کوي او د افغانستان شرطونه به مني.

رنجبر هم په دې برخه د کرزي پلوى دى.

د ده په وينا، اړينه ده چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيانو د حضور دوام ته د افغانستان دولت اجازه ورکړي، نه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې د يو ټوليز تړون له مخې.

د رنجبر په باور، کرزى غواړي د دا ډول څرګندونو له لارې خلکو ته چې د سياسي پوهې کچه يې ټيټه ده، ځان ګران کړي چې پر وطن مين خپلواک شخصيت دى او په ملي ګټو کې د هېچا پروا نه کوي.

خو دى وايي، چې دا ډول څرګندونې که له يوې خوا د دواړو هېوادونو اړيکې خرابوي، بل پلو خلک پر امريکايانو بدګومانه کوي او پر ضد يې تحريکوي. “دا کار طالبان او افراطي ډلې هم کوي.”

بل سياسي کارپوه احمد سعيدي هم د کرزي هغه څرګندونې معقولې نه بولي، چې وايي، طالبان د بهرنيانو د پاتې کېدو لپاره بريدونه کوي.

هغه وايي، چې که بهرني سرتېري پاتې کېږي نو د افغانستان د دولت په موافقې به پاتې کېږي، نه دا چې له طالبانو سره د معاملې له مخې پاتې شي.

دى وايي، چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د خبرو په اړه هم د کرزي څرګندونې حقيقت نه لري.

ده زياته کړه: “زه فکر کوم کرزى صېب احساساتي خبرې کوي او په دې خبرو سره هېواد د کړکېچ لور ته بيايي.”

د سعيدي په اند، کرزى هڅه کوي د داسې څرګندونو له لارې په هېواد کې د روانو ناخوالو له مسووليت څخه خپلې اوږې سپکې کړې او پړه يې پر بهرنيانو واچوي.

دى هم په دې اند دى، چې کېداى شي د کرزي د احساساتي څرګندونو يو دليل دا وي، چې د ده له غوښتنې سره سم د بګرام زندان افغان لوري ته ونه سپارل شو او له ميدان وردګو څخه امريکايي خاص ځواکونه ونه وتل.

Related Topics