جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩١): د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې له دواړو لورو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د دولت شاه ولسوالۍ د زرکمر سيمې د منډول د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې وسله والو بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې د وسله والو طالبانو مشهور سيمه ييز قوماندان چمن چې په ياسر مشهور و له يوه بل ملګري سره وژل شوى دى.
ځواک وويل، چې د يادو وسله والو مړي له افغان ځواکونو سره دي او وايي چې په پېښه کې عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
نوموړى دا هم وايي، چې په ياده نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي، چې د يوه يې روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د سيمې اوسېدونکى افتاب وايي، چې په نښته کې د دوى د سيمې يو ماشوم سطحي ټپي شوى دى.
طالبان په دې جګړه کې د خپلو ملګرو وژل کېدل ردوي، خو د يوه پوليس د وژلو او د دوو د ټپي کولو خبر ورکوي.