جلال اباد (پژواک٢١کب٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د هيرويينو پنځه فابريکې له منځه وړل شوې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا فابريکې نن سهار د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معينيت له خوا د ځانګړو عملياتو په ترځ کې د شېرزادو په مرکي خېلو سيمه کې سوځول شوې دي.
دى زياتوي، د عملياتو پرمهال د هيرويينو د فابريکو څو تنه کارکوونکي هم نيول شوي، خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.
د حاجي طالب په نوم يو تن چې د پېښې سيمې ته نږدې په بل کلي کې اوسېږي، پژواک ته وويل، نن سهار وختي د دوى کلي ته څېرمه په مرکې خېلو سيمه کې يوه چورلکه راکوزه شوه او تر لږ ځنډ وروسته له دغه ځايه د اور لمبې پورته شوې.
نوموړى مني، چې په ياده سيمه کې د هرويينو فابريکې موجودې وې.
د ده په خبره، ښايي دغه فابريکې د امنيتي ځواکونو له خوا سوځول شوې وي.
د يادولو ده ، چې څه موده مخکې هم، د کورنيو چارو وزارت له خوا د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د هيرويينو څلور فابريکې سوځول شوې وې.