جلال اباد (پژواک ٢١ کب ٩١): په ختيځ کې د افغان ښځو شبکه او د ښځو چارو فعالينو د ټاکنو پر قانون د نيوکې ترڅنګ په ټاکنو کې د ښځو ونډه کم رنګه بولي.
په ختيځ کې د افغانو ښځو شبکې مسوول خان اقا غرمل د کب په ٢١مه د ټاکنو په اړه د يوې غونډې په ترڅ کې چې په کې ګڼو ښځو، حقوق پوهانو، د ښځو چارو فعالينو او يو شمېر نورو برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو په مسوده کې لا هم ستونزې شته.
غرمل زياتوي، که له يوې خوا په ټولنه کې کولتوري محدوديتونه موجود دي له بل پلوه دولت هم په ټاکنو کې د ښځو څوکيو ته کوم ځانګړى پام نه دى کړى او ښځو ته يې څوکۍ محدودې کړې دي.
دى وايي: ((ښځو ته دې څوکۍ ځانګړې شي، خو که رايې يې له نورو وروڼو څخه زياتيږي بايد د وروڼو له څوکيو ورته ورکړل شي.))
نوموړي وويل، په اوس وخت کې د ښځو لپاره ځانګړې څوکۍ موجودې دي، چې ښځينه نوماندې يواځې د هماغو ټاکلو څوکيو لپاره رايې اخلي.
د ده په وينا، په ډېرى ولايتونو کې داسې شوي ، چې د ښځو لپاره درې څوکۍ ځانګړې شوې وي، خو رايې يې له سړو زياتې وي.
هغه زياته کړه: ((درې خويندې خو کاميابې شي، خو د هغې ناکامې خور رايې تر يوه کامياب سړي کانديد څخه زياتې وي.))
د افغان ښځو د سوکالۍ ټولنې مشره حميرا رفيع پژواک ته وويل، چې که څه هم د ټاکنو په مسوده کې به ستونزې موجودې وي ،خو په پلي کېدو کې يې هم ډېرې ستونزې موجودې دي.
د نوموړې په وينا، د ټاکنو قانون په ښه ډول نه عملي کېږي؛ ځکه چې په افغانستان کې د فساد کچه اوج ته رسېدلې ده.
نوموړې وايي: ((عامه پوهاوى ډېر مهم دى او د قانون په عملي کېدا کې بايد هڅې وشي.))
حميرا وايي، چې د ټاکنو په مسوده کې ډېر داسې څه موجود دي، چې ګونګ پاتې دي او دې څخه خلک ناوړه ګټه اخلي.
د ښځو چارو يوه بله فعاله عاليه خاوري په ولسي جرګه کې په اوسينو يو شمېر ښځينه وکيلانو نيوکه کوي، چې دوى د ولسي جرګې وړتيا نه لري مګر په روابطو او همداراز د ټاکنو د مسودې د ګونګ والي له امله پارلمان ته تللې دي.
نوموړې وايي، چې د کانديداتورۍ لپاره بايد يو داسې جګ معيار وټاکل شي، تر څو د ولسي جرګې د څوکۍ وړتيا ولري نه دا چې بې سواده وي.
خاوري زياته کړه: ((زموږ خلک ډېر بې سواده دي، په دې نه پوهېږي چې څوک يې وړتيا لري او څوک نه، په کار ده چې دولت داسې قوانين وضعه کړي ، چې له مخې يې کم تعليمه او بې سواده کسان ځان کانديد نه کړي.))
نوموړې د ټاکنو پر کمېسيون هم نيوکه کوي، چې په تېرو انتخاباتو کې په پراخه کچه درغليانې وشوې او هم يې د ښځو پر وړاندې له عدالت څخه کار نه دى اخيستى.